عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضيَ اللهُ عنهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ فِي الْجَنَّةِ شَجَرَةً يَسِيرُ الرَّاكِبُ الْجَوَادَ الْمُضَمَّرَ السَّرِيعَ مِائَةَ عَامٍ مَا يَقْطَعُهَا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2828]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"په جنت کې یوه ونه ده چې په یوه چټک او ښه روزل شوي آس سپور پرې سل کاله سفر وکړي خو بیا یې هم پای ته نه شي رسولی".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 2828]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په جنت کې یوه ونه ده چې د هغې لاندې د تېزې منډې لپاره چمتو شوی په آس سپور انسان پرې سل کاله سفر وکړي، خو بیا هم د هغې وروستۍ څانګې ته نه رسېږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د جنت د پراختیا او ونو د غټوالي بیان.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (38)
نور