عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضيَ اللهُ عنهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ فِي الْجَنَّةِ لَسُوقًا، يَأْتُونَهَا كُلَّ جُمُعَةٍ، فَتَهُبُّ رِيحُ الشَّمَالِ فَتَحْثُو فِي وُجُوهِهِمْ وَثِيَابِهِمْ، فَيَزْدَادُونَ حُسْنًا وَجَمَالًا، فَيَرْجِعُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ وَقَدِ ازْدَادُوا حُسْنًا وَجَمَالًا، فَيَقُولُ لَهُمْ أَهْلُوهُمْ: وَاللهِ لَقَدِ ازْدَدْتُمْ بَعْدَنَا حُسْنًا وَجَمَالًا، فَيَقُولُونَ: وَأَنْتُمْ وَاللهِ لَقَدِ ازْدَدْتُمْ بَعْدَنَا حُسْنًا وَجَمَالًا».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2833]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
په جنت کې داسې یو بازار دی چې خلک ورته هره جمعه راځي نو د شمال باد چې راوالوځي او د دوی په مخونو او کالیو (دوړې) پريوځي، نو ښکلا یې نوره هم ورسره زیاته شي او کله چې دوی خپلو کورنیو ته راوګرځي، په داسې حال کې چې ښکلا او ښایست یې زیات شوی وي، نو کورنۍ یې ورته ووایي چې: قسم په الله چې زمونږ نه وروسته مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی، هغوی به ووایي: او تاسو هم قسم په الله، چې زمونږ نه وروسته مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی.

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2833]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په جنت کې داسې یو ځای دی چې هغوی پکې راټولېږي، هلته پېر او پلور نه وي، بلکې څه چې غواړي هغه اخېستلی شي، نږدې د هر اوو ورځو په اندازه وخت کې ورته یو ځل راځي، نو د شمال لورې باد راوالوځي او د دوی په مخونو او کالیو کې (ګردونه) خپاره کړي چې په دې سره یې ښکلا او ښایست زیات شي، نو چې کله خپلو کورنیو ته وروګرځي په داسې حال کې چې ښکلا او ښایست یې اضافه شوی وي، نو کورنۍ به یې ورته ووایي: قسم په الله موږ چې په وروستي ځل لیدلي وئ له هغې څخه مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی، نو دوی به ووایي: قسم په الله چې تاسو هم ښکلي او ښایسته شوي یاست.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې خبرې وضاحت چې د جنتیانو په ښکلا او ښایست کې به زیاتوالی راځي.
  2. دا حدیثونه انسان نېک عمل ته اړباسي، د کوم عمل له امله چې دوي ابدي کور ته رسېږي.
  3. د شمال باد له دې امله په ځانګړې توګه یاد شوی چې؛ د عربو په نزد تر ټول ښکلی او غوره باد دی، ځکه چې تل به یې له ځان سره خېر او باران راوړ.
  4. جنت او د هغې د نعمتونو د وعدې په ورکولو سره خلک د الله تعالی لور ته د بلنې لپاره هڅول.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية البنجابية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور