+ -

عَنِ ‌ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ:
كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَليهِ وَسَلَّمَ لا يَعْرِفُ فَصْلَ السُّورةِ حَتَّى تَنْزِلَ عَليْهِ {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}.

[صحيح] - [رواه أبو داود] - [سنن أبي داود: 788]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه.

[صحيح] - [ابوداود روايت کړی دی] - [سنن أبو داود - 788]

تشریح

ابن عباس رضي الله عنهما بیانوي چې د قرآن کریم سورتونه به په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازلېدل خو هغه به د دوو سورتونو په جلاوالي نه پوهېده چې لومړی سورت په کوم ځای پای ته ورسوي، تر دې چې "بسم الله الرحمن الرحيم"، به پرې نازله شوه، نو پوه به شو چې مخکینی سورت پای ته ورسېده، او دا د نوي سورت پیل دی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په بسمله -بسم الله- سره سورتونه یو له بل څخه جلا کیږي، پرته له الأنفال او التوبه سورتونو څخه.
نور