1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤمنينَ رضي الله عنها قَالَتْ:

دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَقَدْ سَتَرْتُ سَهْوَةً لِي بِقِرَامٍ فِيهِ تَمَاثِيلُ، فَلَمَّا رَآهُ هَتَكَهُ وَتَلَوَّنَ وَجْهُهُ وَقَالَ: «يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا عِنْدَ اللهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُونَ بِخَلْقِ اللهِ» قَالَتْ عَائِشَةُ: «فَقَطَعْنَاهُ فَجَعَلْنَا مِنْهُ وِسَادَةً أَوْ وِسَادَتَيْنِ».

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې راغی چې ما د خپلو کالیو صندق په یوې تکې سره پوښلی و چې انځورونه پکې وو، نو کله یې چې ولیده بده یې وګڼله، رنګ یې تغیر شو او ویې فرمایل: «ای عائشې د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي» عائشې وویل: نو هغه تکه (ټوکر) مو څېري کړ او یو یا دوه بالښتونه مو ترې جوړ کړل».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 2107

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل کور کې عاېشې رضي الله عنها ته ورغی نو په داسې حال کې یې ولیده چې هغې خپل هغه صندق چې کالي پکې اېښودل کیږي په داسې یوه ټوټه پوښلی و چې د ذی روحه شیانو انځورونه پکې و، نو د الله لپاره غصه شو، رنګ یې بدل شو، او ویې فرمایل: د قيامت په ورځ به تر ټولو زيات عذاب د هغو خلکو وي چې په انځورګرۍ کې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي. عاېشه وایي: نو یو یا دوه بالښتونه مو ترې جوړ کړل.

د حديث له ګټو څخه

  1. سم د لاسه باید د بدۍ مخنیوی وشي او سستي پکې ونه شي، مګر دا چې لوی فساد ترې جوړیږي.
  2. د ګناه لوی والي ته په لیدو یې د قیامت په ورځ عذاب توپیر لري.
  3. د ژوندیو شیانو انځورول له کبیره ګناهونو څخه یوه ده.
  4. د انځور اخیستلو د ممانعت له حکمتونو څخه یو دا دی چې د الله تعالی له مخلوقاتو سره پکې ورته والی رامنځته کیږي، برابره خبره ده که د انځورګر اراده د تشبیه رامنځته کول وي او یا نه.
  5. په شریعت کې د مال په ساتنې ټینګار، چې له ګټلو وروسته په حرامو کې ونه کارول شي.
  6. د ذی روحه شیانو د انځورولو ممانعت که په هره بڼه وي، که څه هم دا کار د حرفې یا مسلک له مخې وي.

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية
ډلبندیانې