عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمنين رَضيَ اللهُ عنها قَالَتْ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حُفَاةً عُرَاةً غُرْلًا» قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ النِّسَاءُ وَالرِّجَالُ جَمِيعًا يَنْظُرُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ؟ قَالَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا عَائِشَةُ، الْأَمْرُ أَشَدُّ مِنْ أَنْ يَنْظُرَ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2859]
المزيــد ...
له عائشة بنت أبي بكر رضی الله عنها څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلې چې فرمایل یې:
خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنوته راپورته کړی شي»
ماوویل: اې د الله رسوله! ښځې او سړي به یو بل ته ګوري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عائشې! حالت به لدې ډیر سخت وي چې خلک یو بل ته وګوري».
[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 2859]
نبي صلی الله علیه وسلم د قیامت د ورځې ځینې حالتونه بیان کړل: او دا چې خلک به له قبرونو راپاڅول شي او د حساب لپاره به راټول کړی شي، په داسې حال کې چې پښې به یې لوڅې وي، او بربنډ به وي کالي به نه لري، او ناسنوته به وي لکه مور چې زیږولی و، کله چې أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها دا خبره واورېده، نو په حیرانتیا سره یې وویل: اې د الله رسوله! آیا ښځې او سړي به ټول یو بل ته ګوري؟! نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته روښانه کړه چې د قیامت د راټولېدو حالت او له مرګه وروسته راپورته کېدل دومره سخت او وېروونکي دي چې خلک به دومره بوخت وي، چې د یو بل عیبونو ته د کتلو فرصت به نه لري.