1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې وکړې» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښي لاس په چپ لاس راکش کړ او د لاسونو مخ او څټونه یې مسح کړل

عَنْ عَمَّارِ بنِ ياسِرٍ رضي الله عنه قال:

بَعَثَنِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَاجَةٍ، فَأَجْنَبْتُ فَلَمْ أَجِدِ الْمَاءَ، فَتَمَرَّغْتُ فِي الصَّعِيدِ كَمَا تَمَرَّغُ الدَّابَّةُ ثُمَّ أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لَهُ فَقَالَ: «إِنَّمَا كَانَ يَكْفِيكَ أَنْ تَقُولَ بِيَدَيْكَ هَكَذَا» ثُمَّ ضَرَبَ بِيَدَيْهِ الْأَرْضَ ضَرْبَةً وَاحِدَةً، ثُمَّ مَسَحَ الشِّمَالَ عَلَى الْيَمِينِ، وَظَاهِرَ كَفَّيْهِ وَوَجْهَهُ.

له عمار بن یاسر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو کار پسې ولېږلم، هلته جنب شوم، اوبه مې ونه موندلې، نو په خاورو کې لکه د څاروي په څېر ورغړېدم، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، او پدې اړه مې ورته یادونه وکړه، هغه راته وفرمایل: «بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې وکړې» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښي لاس په چپ لاس راکش کړ او د لاسونو مخ او څټونه یې مسح کړل.

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 368

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم عمار بن ياسر رضي الله عنه د خپلو ځينو حاجاتو لپاره په سفر ولېږه، نو هلته په کوروالي کولو او یا په شهوت سره مني وتلو باندې جنب شو، نو اوبه یې ونه موندلې چې غسل پرې وکړي، او له جنابت څخه د تیمم کولو په حکم نه پوهېده، بلکې یوازې له بې اودسۍ څخه یې په حکم پوهېده. نو اجتهاد یې وکړ او دا فکر یې وکړ چې لکه څرنګه د بدن ځينې برخې د اودس لپاره د ځمکې په خاورو سره مسح کيږي، نو له جنابت څخه په تیمم کې باید ټول بدن په خاورو ککړ شي؛ په اوبو یې قیاس وکړ، نو په خاورو کې ولوغړېده تر دې چې ټول ځان یې په خاورو کړ بیا یې لمونځ وکړ، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، پدې اړه یې ورته یادونه وکړه، تر څو پوه شي چې سم کار یې کړی که نه؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته له دواړو بې اودسیو؛ وړې او غټې لکه: تشې متیازې او یا جنابت څخه د پاکوالي طریقه وښوده: داسې چې په دواړو لاسونو سره به ځمکې ته یوه ضربه ورکړي، بیا به چپ لاس په ښي لاس راکش کړي او د دواړو لاسونو مخونه او څټونه به مسح کړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. له تیمم څخه وړاندې د اوبو پسې پلټنه واجب ده.
  2. د جنب انسان لپاره په هغه حالت کې تیمم روا دی چې اوبه ونه مومي.
  3. د لویۍ بې اودسۍ لپاره تیمم داسې دی لکه د وړې بې اودسۍ لپاره.

د ژباړو راړول

59 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية
ډلبندیانې