كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا اغْتَسَلَ مِنَ الجَنَابَةِ، غَسَلَ يَدَيْهِ، وَتَوَضَّأَ وُضُوءَهُ لِلصَّلاَةِ، ثُمَّ اغْتَسَلَ، ثُمَّ يُخَلِّلُ بِيَدِهِ شَعَرَهُ، حَتَّى إِذَا ظَنَّ أَنَّهُ قَدْ أَرْوَى بَشَرَتَهُ، أَفَاضَ عَلَيْهِ المَاءَ ثَلاَثَ مَرَّاتٍ، ثُمَّ غَسَلَ سَائِرَ جَسَدِهِ، وَقَالَتْ: كُنْتُ أَغْتَسِلُ أَنَا وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ إِنَاءٍ وَاحِدٍ، نَغْرِفُ مِنْهُ جَمِيعًا. المزيد
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جنابت څخه غسل کاوه نو، لاسونه یې ومینځل او لکه د لمانځه په څېر اودس یې وکړ، بیا یې غسل وکړ، بیا یې ويښتانو کې ګوتې ننباسلې تر دې چې ډاډه شو چې لاندې پوستکی یې لوند شو بیا یې درې ځلې (مخ ته) اوبه واچولې، بیایې ټول ځان ووینځه او فرمایلي یې دي، ما او د الله رسول صلی الله علیه وسلم به له یو لوښي څخه لامبل، دواړو به ترې لپې را اخېستلې.