1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث دا دین به تر هغه ځای ورسیږي چېرته چې شپه او ورځ رسېدلي او الله تعالی به په ښارونو او کلیو کې هېڅ داسې کور پرې نه ږدي مګر دا چې دا دین به ورننباسي

عن تَميم الداري رضي الله عنه، قال: سمعتُ رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول:

«‌لَيَبْلُغَنَّ ‌هَذَا الأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَلَا يَتْرُكُ اللهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللهُ هَذَا الدِّينَ، بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ، عِزًّا يُعِزُّ اللهُ بِهِ الإِسْلَامَ، وَذُلًّا يُذِلُّ اللهُ بِهِ الكُفْرَ» وَكَانَ تَمِيمٌ الدَّارِيُّ يَقُولُ: قَدْ عَرَفْتُ ذَلِكَ فِي أَهْلِ بَيْتِي، لَقَدْ أَصَابَ مَنْ أَسْلَمَ مِنْهُمُ الْخَيْرُ وَالشَّرَفُ وَالْعِزُّ، وَلَقَدْ أَصَابَ مَنْ كَانَ مِنْهُمْ كَافِرًا الذُّلُّ وَالصَّغَارُ وَالْجِزْيَةُ.

له تمیم الداری رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«دا دین به تر هغه ځای ورسیږي چېرته چې شپه او ورځ رسېدلي او الله تعالی به په ښارونو او کلیو کې هېڅ داسې کور پرې نه ږدي مګر دا چې دا دین به ورننباسي د عزت لرونکي په عزت او د ذلیل انسان په ذلت سره؛ داسې عزت چې الله پرې اسلام لوړ او کفر پرې سپک او ذلیل کړي" او تميم داري به وییل: دا مې په خپلې کورنۍ کې ولېدل؛ زما د اهل بيتو له جملې څخه چې چا اسلام قبول کړی و خیر، شرافت او عزت یې تر لاسه کړ، او څوک چې له دوی څخه کافران وو، نو له ذلت، سپکاوي او جزیي سره مخ شول».

صحيح دی احمد روايت کړی دی د امام أحمد مسند - 16957

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې دا دین به د ځمکې ټولې برخې وپوښي، هر هغه ځای ته چې شپه او ورځ رسېدلي دا دین به ور ورسیږي. او الله تعالی به ښارونو، کلیو او بانډو کې هېڅ کور پرې نه ږدي پرته له دې چې دا دین پرې ورننباسي. نو چا چې دا دین قبول کړ او ایمان یې پرې راوړ، نو د اسلام په درناوي سره به عزتمند وي. او چا چې ترې انکار وکړ او کفر یې پرې وکړ نو ذلیل او سپک به شي.
بیا تمیم داري رضي الله عنه وایي چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه وړاندوینه کړې وه د خپلې کورنۍ په خلکو کې مې ولیدل؛ چا چې له دوی څخه اسلام راوړی و، نو ښېګڼه، شرف او عزت یې تر لاسه کړ، او چا چې له دوی څخه کفر وکړ؛ ذلیل او سپک شول او سربېره پر دې به یې مسلمانانو ته جزیه هم ورکوله.

د حديث له ګټو څخه

  1. د مسلمانانو لپاره ښه زېری چې د ځمکې په ټولو برخو کې به د دوی دین خپور شي.
  2. د اسلام او مسلمانانو لپاره عزت او د کفر او کافرانو لپاره ذلت دی.
  3. په دې کې د نبوت له ثبوتونو څخه یو ثبوت او له نښو څخه یې یوه نښانه ده چې هغه څه پېښ شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی و.

د ژباړو راړول

57 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية
ډلبندیانې