ډلبندي:
+ -
عن أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:

«مَنْ صَلَّى ‌الْبَرْدَيْنِ دَخَلَ الْجَنَّةَ»
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 574]
المزيــد ...

له ابو موسی الأشعري -رضی الله عنه- څخه روایت دی چې بېشکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي:
«مَنْ صَلَّى ‌الْبَرْدَيْنِ دَخَلَ الْجَنَّةَ» «څوک چې دوه د یخنۍ لمونځونه وکړي نو جنت ته به داخل شي»

الملاحظة
Qyqywhwhwh
النص المقترح عن أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:«مَنْ صَلَّى ‌الْبَرْدَيْنِ دَخَلَ الْجَنَّةَ»

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 574]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یښنۍ د وخت د دوو لمونځونو په ادا کولو ټینګار کوي چې هغه د سهار او مازدیګر لمونځونه دي، او زېری ورکوي چې چا دا دواړه وکړل او د دوی حق یې ادا کړ یعنې په وخت او جماعت سره یې ادا کړل، نو دا دواړه به یې جنت ته د داخلېدو لامل وګرځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د سهار او مازدیګر پر لمونځونو ټېنګار؛ ځکه چې د سهار لمونځ د خوندور خوب پرمهال او د مازدیګر لمونځ د انسان د بوختیا پر مهال وي، نو چا چې پرې ټینګار وکړ نو خامخا نورو پاتې لمونځونو ته پاملرنه کوي.
  2. د سهار او مازدیګر لمونځونو ته ځکه د یخنۍ لمونځونه وویل شول چې؛ د سهار په لمانځه کې د شپې یخني او د مازدیګر په لمانځه کې د ورځې یخني وي، که څه هم په ګرمۍ کې وي ځکه چې د غرمې د ګرمۍ په پرتله یخ وي، یا دا چې د تغلیب له مخې دا نوم ورکول شوی، لکه څنګه چې لمر او سپوږمۍ ته قمران ویل کیږي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف آزري اوکراني الجورجية المقدونية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور