عَنْ سَلْمَانَ الْفَارِسِيِّ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«ثَلَاثَةٌ لَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ: أُشَيْمِطٌ زَانٍ، وَعَائِلٌ مُسْتَكْبِرٌ، وَرَجُلٌ جَعَلَ اللَّهَ لَهُ بِضَاعَةً، فَلَا يَبِيعُ إِلَّا بِيَمِينِهِ وَلَا يَشْتَرِي إِلَّا بِيَمِينِهِ».

[صحيح] - [رواه الطبراني] - [المعجم الصغير: 821]
المزيــد ...

له سلمان الفارسی رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«درې قسمه کسانو سره به الله تعالی د قیامت په ورځ خبرې ونه کړي، نه به یې پاک کړي او د دوی لپاره به دردوونکی عذاب وي: زوړ (بوډا) زناکار، کبرجن غریب، او هغه کس چې د الله تعالی لخوا ورکړل شوی مال له سوګند پرته نه پلوري او نه یې پېري».

[صحيح دی] - [الطبراني روايت کړی دی] - [المعجم الصغير - 821]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د درې ډوله خلکو په اړه خبر ورکوي چې که دوی توبه ونه کړي او یا ورته د سزا بخښنه ونه شي نو د قیامت په ورځ به د الله تعالی لخو د درې ډوله عذابونو مستحق وي: لومړۍ سزا: الله تعالی به له دوی سره د قیامت په ورځ د سختې غصې له امله خبرې ونه کړي او مخ به ترې وګرځوي، او یا به ورسره داسې خبرې وکړي چې هغوی پرې خوشحاله نه شي، چې دا به پر دوی د الله تعالی د غصې څرګندونه کوي. دویمه سزا: الله تعالی به هغوی پاکیزه نه کړي، نه به یې ستاینه وکړي او نه به یې له ګناهونو پاک کړي. دریمه سزا: دوی ته به په اخرت کې سخت دردوونکی عذاب وي. او دا درې کټګورۍ کسان په لاندې ډول دي: لومړی ډول: بوډا سړی چې د زنا په بد کارۍ اخته وي. دویم: هغه فقیر چې مال نه لري، خو بیا هم پر خلکو تکبر کوي. دریم: هغه څوک چې د پلور او پېر پر مهال په الله تعالی ډېر قسمونه خوري، چې په دې سره د الله نوم سپک ګڼي او د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یې وسیله ګرځوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. قاضي عياض د دې سختې سزا د لامل په اړه ویلي دي چې: له دوی څخه هر یو دا ګناه پداسې حال کې کوي چې دی ترې لرې دی او اړتیا ورته نه لري، او هغه اسباب ورسره کمزوري دي چې له امله دې ګناه ته اړ باسي؛ که څه هم ګناه د هېچا لپاره عذر نه ګڼل کېږي، خو کله چې ورته کومه داسې اړتیا نه وي چې له امله یې دې مجبورېږي دا کار وکړي، او نه د عادت له مخې داسې کوم هڅوونکی څه وي، نو پداسې حال کې د دوی دا کړنې هغه چاته ورته دي چې د ضد او قصد له مخې دا کار کوي او د الله تعالی حق ته په سپکه ګوري، او د ګناه قصد یې له اړتیا پرته وي.
  2. زنا، دروغ او تکبر د لویو ګناهونو څخه دي.
  3. تکبر: د حق ردول او د خلکو سپک ګڼل دي.
  4. د پېر او پلور پر مهال د ډېر قسم خوړلو پر وړاندې خبرداری او د قسم درناوی او د الله تعالی د نومونو احترام ته هڅوونه، الله تعالی فرمایلي: (وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ ‌عُرْضَةً ‌لِأَيْمَانِكُمْ...) [البقرة: 32]. (او د خپلو قسمونو لپاره تاسو الله هدف مه ګرځوئ (د الله نوم مه استعمالوئ).
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)
نور