عَنْ إِيَاسِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي ذُبَابٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَضْرِبُوا إِمَاءَ اللَّهِ» فَجَاءَ عُمَرُ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: ذَئِرْنَ النِّسَاءُ عَلَى أَزْوَاجِهِنَّ، فَرَخَّصَ فِي ضَرْبِهِنَّ، فَأَطَافَ بِآلِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نِسَاءٌ كَثِيرٌ يَشْكُونَ أَزْوَاجَهُنَّ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَقَدْ طَافَ بِآلِ مُحَمَّدٍ نِسَاءٌ كَثِيرٌ يَشْكُونَ أَزْوَاجَهُنَّ، لَيْسَ أُولَئِكَ بِخِيَارِكُمْ».
[صحيح] - [رواه أبو داود وابن ماجه] - [سنن أبي داود: 2146]
المزيــد ...
له إِيَاسِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي ذُبَابٍ رَضيَ اللهُ عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
«د الله وینځې مه وهئ». بیا عمر رضي الله عنه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل چې: ښځې پر خپلو مېړونو زړورې شوې دي، نو هغه د وهلو اجازه ورکړه، خو وروسته ډېری ښځې د رسول الله ﷺ کورنۍ ته راغلې او له خپلو مېړونو یې شکایت وکړ، نو نبي ﷺ وفرمایل: «ډېرې ښځې د محمد ﷺ کورنۍ ته راغلې او د خپلو خاوندانو څخه شکایت کوي، دا کسان ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي».
[صحيح دی] - [ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 2146]
نبي ﷺ د ښځو له وهلو منع وکړه، نو امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله! ښځې پر خپلو مېړونو زړورې شوې دي او اخلاق یې خراب شوي دي. نو رسول الله ﷺ د لامل د شتون پر مهال د ښځو لږ وهلو ته اجازه ورکړه، د بېلګې په توګه که چېرته د مېړه د حق له ادا کولو څخه سر غړاوی وکړي، او یا دې ته ورته حالتونه. بیا ډېرې ښځې د نبي ﷺ د مېرمنو خواته راغلې او شکایت یې وکړ چې مېړونه یې سختې وهي او له دې اجازې ناوړه ګټه اخلي، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: هغه سړي چې خپلې ښځې سختې وهي، ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي.