1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فقه او اصول یې

حدیث په رضاعت سره هغه ډول حرمت رامنځته کېږي لکه څنګه چې په زېږون (نسب) سره رامنځته کېږي

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«الرَّضَاعَةُ تُحَرِّمُ مَا تُحَرِّمُ الوِلَادَةُ».

له عایشې رضی الله عنها نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«په رضاعت سره هغه ډول حرمت رامنځته کېږي لکه څنګه چې په زېږون (نسب) سره رامنځته کېږي».

صحيح دی متفق علیه دی الأربعين النوويه - 44

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې د رضاعت له امله هغه څه حرامېږي چې د زیږون او نسب له امله حرام وي، لکه د ماما، تره ، ورور او نور محرمې اړیکې... او همدارنګه هغه څه د رضاعت له امله روا کېږي چې د زیږون له امله روا دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث د رضاعت په احکامو کې بنسټیزه قاعده ده.
  2. ابن حجر ویلي: «الرَّضاعَةُ تُحرِّمُ ما تُحرِّمُ الولادة» معنی دا ده: رضاعت هغه څه روا کوي چې زېږون یې روا کوي، دا خبره د اجماع له مخې د نکاح د تحریم او اړونده احکامو په اړه صحیح ده، او دا چې په رضاعت سره د شيده خوړونکي او شیده ورکوونکي د ماشومانو ترمنځ حرمت رامنځته کېږي او یو د بل خپلوان ګرځي چې له امله یې د دوی تر منځ یو بل لېدل، د یو بل سره په خلوت کې ناسته پاسته، او یو بل سره سفر کول روا کېږي، خو نور احکام پرې نه مرتبېږي لکه: د مورولۍ له امله له یوبل څخه میراث وړل، د نفقې وجوب، په ملکیت سره ازادېدل، ګواهي، دیت او د قصاص ساقطېدل.
  3. په رضاعت سره رامنځته شوی حرمت ابدي او د تل لپاره دی.
  4. نور حدیثونه پدې دلالت کوي چې په رضاعت سره هغه مهال حرمت رامنځته کېږي چې پنځه ځلې په پوره ډول تی رودل شوی وي، او دا چې په لومړیو دوو کلونو کې وي.
  5. د نسب له مخې حرامې شوې ښځې (محرمات) عبارت دي له: مورګانو څخه چې نياګانې هم پکې راځي، یعنې د مور یا پلار له طرفه او څومره چې پورته ځي، او لورګانې: چې په دوی کې د لورګانو لورګانې او لمسیان راځي او څومره چې پسې ښکته ځې. او خورګانې: برابره ده که سکنۍ خور وي او یا ناسکه. او ترورګانې (د پلار خور) چې پدې کې د پلار ټولې خورګانې راځي، برابره ده که سکه وي او یا ناسکه او همدا رنګه ستا د نیکونو ټولې خورګانې اګر که څومره پسې پورته هم وي. او خاله ګانې (د مور خور) چې پدې کې د مور ټولې خورګانې راځي؛ برابره ده که سکه وي او یا ناسکه او د نیاګانو ټولې خورګانې اګر که څومره پسې پورته لاړې شي؛ برابره ده که د پلار لخوا نیاګانې وي او یا د مور له طرفه. او ورېرې (د ورور لور) او خورزې (د خور لور) چې پدې کې د دوی لورګانې هم راځي اګر که څومره پسې ښکته لاړې شي.
  6. په رضاعت سره حرامې شوې ښځې، نو په رضاعت سره هم د نسب په څېر حرمت رامنځته کېږي، یعنې هره ښځه چې د وینې او نسب له امله حرامه وي، د رضاع له امله هم ورته حرامه ګڼل کېږي، خو د رضاعت له مخې د رضاعي ورور مور او د رضاعي زوی خور حرامې نه دي.

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو