1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». «هېڅ داسې ورځ نشته چې بنده ګان پکې سهار کړي مګر دا چې دوه ملاېکې راښکته کېږي او یوه یې وایي چې: اې الله هغه چاته د ورکړې بدله ورکړه چې (په نورو) انفاق او لګښت کوي او بله یې وایي: اې الله! د هغه چا مال برباد کړه چې له نورو یې سپموي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:

«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا».

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». «هېڅ داسې ورځ نشته چې بنده ګان پکې سهار کړي مګر دا چې دوه ملاېکې راښکته کېږي او یوه یې وایي چې: اې الله هغه چاته د ورکړې بدله ورکړه چې (په نورو) انفاق او لګښت کوي او بله یې وایي: اې الله! د هغه چا مال برباد کړه چې له نورو یې سپموي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 1442

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هره ورځ چې لمر راخیژي، دوه ملاېکې راښکته کېږي او اواز کوي: یوه یې وایي چې:
اې الله! څوک چې په طاعتونو، اولادونو، میلمنو او د خېر کارونو کې لګښت کوي هغه ته د لګول شوي مال څخه ډېره بدله ورکړه او برکت ورته پکې واچوه.
او بله وایي: اې الله! څوک چې پدې کارونو کې لګښت نه کوي مال یې تلف کړه، او هغه مال یې برباد کړه چې له اړمنو څخه یې منع کړی دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د سخاوتمند لپاره دعا کول روا دي چې ډېره معاوضه ترلاسه کړي او دا چې د لګول شوي مال څخه الله زیات ورکړي، او بخیل انسان ته بد دعاوې کول چې هغه مال یې تلف شي چې بخل یې پرې کړی او په هغو لارو کې د لګښت څخه انکار کړی چې الله پرې واجب کړي دي.
  2. د ملایکو له خوا لګښت کوونکو نیکو مؤمنانو ته د خېر او برکت دعا، او دا چې دعا یې قبلیږي.
  3. په واجبو او نفلي لارو کې په لګښت کولو ټینګار؛ لکه په کورنۍ، خپلوانو او د خېر په لارو کې لګښت.
  4. په نیکو کارونو کې د مصرف کوونکي فضیلت او دا چې اجر به یې الله ورکوي، الله تعالی فرمایلي: ﴿وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ﴾ [سبأ: 39].او څه چې تاسو يې (په خير كې) لګوئ نو هغه (الله) يې بدله دركوي او همغه تر ټولو ښه روزي وركونكى دى.
  5. دا خېراوې د هغه چا لپاره دي چې له واجبو نفقو څخه ځان ساتي، خو مستحب نفقې په کې نه راځي؛ ځکه چې خاوند یې د دې خېراوو مستحق نه دی.
  6. د بخل او کنجوسۍ حرموالی.

د ژباړو راړول

52 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
ډلبندیانې