+ -

عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَثَلُ الَّذِي يَذْكُرُ رَبَّهُ وَالَّذِي لاَ يَذْكُرُ رَبَّهُ، مَثَلُ الحَيِّ وَالمَيِّتِ»، ولفظ مسلم: «مَثَلُ الْبَيْتِ الَّذِي يُذْكَرُ اللهُ فِيهِ، وَالْبَيْتِ الَّذِي لَا يُذْكَرُ اللهُ فِيهِ، مَثَلُ الْحَيِّ وَالْمَيِّتِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6407]
المزيــد ...

له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَثَلُ الَّذِي يَذْكُرُ رَبَّهُ وَالَّذِي لاَ يَذْكُرُ رَبَّهُ، مَثَلُ الحَيِّ وَالمَيِّتِ»، ولفظ مسلم: «مَثَلُ الْبَيْتِ الَّذِي يُذْكَرُ اللهُ فِيهِ، وَالْبَيْتِ الَّذِي لَا يُذْكَرُ اللهُ فِيهِ، مَثَلُ الْحَيِّ وَالْمَيِّتِ». «د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي او د هغه چا مثال چې خپل رب نه یادوي د ژوندي او د مړي دی»، او د مسلم الفاظ داسې دي: «د هغه کور مثال چې الله پکې یادېږي او د هغه کور مثال چې الله پکې نه یادېږي د ژوندي او د مړي دی».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 6407]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله د یادوونکي او د هغه د نه یادونکي تر منځ توپیر داسې بیان کړی لکه د ژوندي او مړي تر منځ د ګټې رسولو او ښایسته مظهر په لحاظ توپیر، نو د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي د هغه ژوندي انسان په څېر دی چې ښکاره یې د ژوند په رڼا او باطن یې د علم په رڼا ښکلی او ګټور وي، او د هغه چا مثال چې الله نه یادوي، د هغه مړي په څېر دی چې ظاهر یې بې ګټې او باطن یې باطل وي او هېڅ ګټه پکې نه وي.
همدا ډول هغه کور چې اوسېدونکي یې الله یادوي ژوندی بلل کېږي، که نه نو هغه مړ کور دی ځکه چې اوسېدونکي یې د الله له یادولو نه سست دي؛ که څه هم په حدیث کې د کور یادونه په مړي او ژوندي کور سره شوي ده خو موخه ترې د کور اوسېدونکی دی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله جل جلاله په ذکر ټینګار او له هغه نه د غافل کېدو پر وړاندې خبرداری.
  2. ذکر (د الله یادول) داسې د ژوند روح دی لکه څنګه چې ساه د بدن لپاره ژوند دی.
  3. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه -د اورېدونکو ذهن ته- د معنا د نږدې کولو لپاره د مثالونو وړاندې کول دي.
  4. نووي فرمایلي: پدې حدیث کې په کورونو کې د الله تعالی یادولو ته هڅول دي او دا چې باید کور د الله له یاد څخه خالي نه وي.
  5. نووي رحمه الله فرمايلي: دا په دې دلالت کوي چې په طاعت کې اوږد ژوند فضیلت دی، که څه هم مړی ښه ځای ته انتقالېږي؛ ځکه چې ژوندی هم ورپسې ورځي، خو کوم عملونه یې چې په دنیا کې کړي دي هغه به یې له هغه نه زیات وي.