+ -

عَنْ أَبٍي سَعِيدٍ الخُدْرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جَلَسَ ذَاتَ يَوْمٍ عَلَى المِنْبَرِ وَجَلَسْنَا حَوْلَهُ، فَقَالَ: «إِنِّي مِمَّا أَخَافُ عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِي، مَا يُفْتَحُ عَلَيْكُمْ مِنْ زَهْرَةِ الدُّنْيَا وَزِينَتِهَا» فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَوَيَأْتِي الخَيْرُ بِالشَّرِّ؟ فَسَكَتَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقِيلَ لَهُ: مَا شَأْنُكَ؟ تُكَلِّمُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلاَ يُكَلِّمُكَ؟ فَرَأَيْنَا أَنَّهُ يُنْزَلُ عَلَيْهِ؟ قَالَ: فَمَسَحَ عَنْهُ الرُّحَضَاءَ، فَقَالَ: «أَيْنَ السَّائِلُ؟» وَكَأَنَّهُ حَمِدَهُ، فَقَالَ: «إِنَّهُ لاَ يَأْتِي الخَيْرُ بِالشَّرِّ، وَإِنَّ مِمَّا يُنْبِتُ الرَّبِيعُ يَقْتُلُ أَوْ يُلِمُّ، إِلَّا آكِلَةَ الخَضْرَاءِ، أَكَلَتْ حَتَّى إِذَا امْتَدَّتْ خَاصِرَتَاهَا اسْتَقْبَلَتْ عَيْنَ الشَّمْسِ، فَثَلَطَتْ وَبَالَتْ، وَرَتَعَتْ، وَإِنَّ هَذَا المَالَ خَضِرَةٌ حُلْوَةٌ، فَنِعْمَ صَاحِبُ المُسْلِمِ مَا أَعْطَى مِنْهُ المِسْكِينَ وَاليَتِيمَ وَابْنَ السَّبِيلِ - أَوْ كَمَا قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - وَإِنَّهُ مَنْ يَأْخُذُهُ بِغَيْرِ حَقِّهِ، كَالَّذِي يَأْكُلُ وَلاَ يَشْبَعُ، وَيَكُونُ شَهِيدًا عَلَيْهِ يَوْمَ القِيَامَةِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1465]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جَلَسَ ذَاتَ يَوْمٍ عَلَى المِنْبَرِ وَجَلَسْنَا حَوْلَهُ، فَقَالَ: «إِنِّي مِمَّا أَخَافُ عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِي، مَا يُفْتَحُ عَلَيْكُمْ مِنْ زَهْرَةِ الدُّنْيَا وَزِينَتِهَا» فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَوَيَأْتِي الخَيْرُ بِالشَّرِّ؟ فَسَكَتَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقِيلَ لَهُ: مَا شَأْنُكَ؟ تُكَلِّمُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلاَ يُكَلِّمُكَ؟ فَرَأَيْنَا أَنَّهُ يُنْزَلُ عَلَيْهِ؟ قَالَ: فَمَسَحَ عَنْهُ الرُّحَضَاءَ، فَقَالَ: «أَيْنَ السَّائِلُ؟» وَكَأَنَّهُ حَمِدَهُ، فَقَالَ: «إِنَّهُ لاَ يَأْتِي الخَيْرُ بِالشَّرِّ، وَإِنَّ مِمَّا يُنْبِتُ الرَّبِيعُ يَقْتُلُ أَوْ يُلِمُّ، إِلَّا آكِلَةَ الخَضْرَاءِ، أَكَلَتْ حَتَّى إِذَا امْتَدَّتْ خَاصِرَتَاهَا اسْتَقْبَلَتْ عَيْنَ الشَّمْسِ، فَثَلَطَتْ وَبَالَتْ، وَرَتَعَتْ، وَإِنَّ هَذَا المَالَ خَضِرَةٌ حُلْوَةٌ، فَنِعْمَ صَاحِبُ المُسْلِمِ مَا أَعْطَى مِنْهُ المِسْكِينَ وَاليَتِيمَ وَابْنَ السَّبِيلِ - أَوْ كَمَا قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - وَإِنَّهُ مَنْ يَأْخُذُهُ بِغَيْرِ حَقِّهِ، كَالَّذِي يَأْكُلُ وَلاَ يَشْبَعُ، وَيَكُونُ شَهِيدًا عَلَيْهِ يَوْمَ القِيَامَةِ». یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منبر ناست و او موږ یې شاوخوا ناست وو، نو ویې فرمایل: «له هغه څه نه چې زه له ما څخه وروسته ستاسو په اړه وېره لرم دا دی چې پر تاسو به دنیا او زینت یې پرانستل شي (پراخي به درباندې راشي). بیا یو سړي وویل: اې د الله رسوله! آیا کېدی شي چې خیر شر وزېږوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم غلی شو، نو (دې سړي ته وویل شو چې: څه خبره ده چې؟ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خبرې کوې او هغه له تا سره خبرې نه کوي؟ نو موږ ولېدل چې پر هغه وحی نازلېده؟ وايې: بيا يې له خپل (تندي) څخه خولې وچې کړې او ویې ویل: پوښتونکی چېرته دى؟ داسې و لکه چې ویې ستایي، ویې ویل :«په حقیقت کې، خېر شر نه زېږوي، او هغه څه چې په پسرلي کې وده کوي، یا خو وژل کوي او یا مرګ ته نږدې کول، پرته له شنه خوړونکي حیوان، کوم چې تر هغه پورې خوړل کوي تر څو یې چې تشي وپړسېږي، بیا نو د لمر سترګې ته مخ شي سوټې او متیازې وکړي او بیا وڅرېږي، او یقینا چې دا مال شین او خوږ دی، نو غوره مسلمان هغه دی چې یو څه ترې مسکین، یتیم او مسافر ته ورکړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، او یقینا چې څوک یې په ناحقه واخلي، نو د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړیږي، او د قیامت په ورځ به پرې ګواه وي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 1465]

تشریح

يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم په منبر ناست و او خپلو اصحابو ته يې وفرمايل:
هغه څه چې زه له ما وروسته پر تاسو ډېر وېرېږم هغه دا ده چې پر تاسو به د ځمکې له نعمتونو، د دنیا د ښکلاګانو، د هغې د زینت او خوښۍ او د مالونو، جامو، فصلونو او نورو شیانو پراخي راشي چې خلک به یې په ښکلا ویاړي، سره له دې چې ژر له منځه تلونکي دي.
یو سړي وویل: دنیا خو د الله تعالى نعمت دی، نو آیا دا نعمت به بېرته راګرځي او زحمت او سزا به ترې جوړېږي؟!.
خلکو پوښتونکی ملامت کړ، ځکه هغوی پېغمبر صلی الله علیه وسلم ولیده چې چپ شو، او هغوي ګمان وکړ چې په غصه یې کړ.
خو (وروسته) څرګنده شوه چې پر هغه صلی الله علیه وسلم وحي نازله شوه، بيا يې له خپل تندي خوله پاکه کړه او وېې فرمايل: سوال کوونکی چېرته دى؟
هغه وویل: زه. یعنې دا یم.
نو د الله تعالی حمد او ثنا یې وویله، بیا هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ریښتونی خېر یوازې خېر راپېښوي، خو (د دنیا) دا ښکلا یوازې خېر نه دی، ځکه چې فتنه رامنځته کوي، او په اړه یې سیالي او بوختیا د دې لامل ګرځي چې انسان اخرت ته پوره پاملرنه ونه کړي، بیا یې د دې لپاره مثال بیان کړ او وېې فرمایل: د پسرلي بوټي او شین والی؛ یو ډول فصل دی چې مالونو ته خوند ورکوي او نږدې ده چې د ډېر خوراک له امله ووژل شي او یا وژلو ته ورنږدې شي، خو هغه حیوانات چې د تشو تر ډکولو پورې وڅرېږي، بیا لمر ته مخ کړي پچې او یا متیازې وکړي، بیا له خپلې ګېډې خولې ته واښه راپورته کړي ویې ژوي او تېر یې کړي او بیا خوراک ته وروګرځي.
نو دا مال د شنو خوږو بوټو په څېر دی چې د ډېروالي له امله (حیوان) وژني او یا یې وژلو ته ورنږدې کوي؛ مګر دا چې د حلالې لارې د اړتیا وړ په خوراک بسنه کوي تر دې چې خودکفا شي نو ضرر نه لري، او غوره مالدار مسلمان هغه دی چې مسکینانو، یتیمانو او مسافرو ته یې ترې ورکړي او څوک چې دا مال په حقه ترلاسه کوي هغه ته برکتي کیږي، او څوک یې چې ناحقه واخلي، نو مثال یې د هغه چا په څېر دی چې خوراک کوي او نه مړېږي، او د قيامت په ورځ به پرې شاهد وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. نووي رحمه الله فرمايي؛ په دې (حدیث) کې: د هغه چا فضيلت بیان شوی چې د حلالې لارې مال تر لاسه کړي او د خېر په لار کې یې مصرف کړي.
  2. د امت د حال په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندونه، او دا چې د دنیا د ژوند ښکلاوې او د فتنو (دروازې) به پرې پرانیستل شي.
  3. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه د متلونو بیانول دي چې معناوې ذهن ته نږدې کړي.
  4. صدقې ته هڅول او د خېر په لارو کې د پیسو مصرفول، او د صدقې بندولو په وړاندې خبرداری.
  5. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وینا څخه - چې فرمایي: "إنه لا يأتي الخير بالشر" یعنې خېر شر نه زېږوي - موخه دا ده چې رزق که څومره زیات هم شي، هغه خېر (ښېګڼه) ده، او له شر سره یو انسان د خپل بخل له امله مخ کېږي چې مستحق یې دی، او د هغه لګښت له امله چې روا نه وي او دا چې الله د هر څه د خېر پرېکړه کړي وي هغه شر نه ګرځي او عکس هم همدا خبره ده، خو د هغه چا لپاره دا وېره شته چې الله ورسره ښېګڼه کړي وي چې د ناوړه تصرف له امله له شر سره مخ شي.
  6. کله چې ځواب فکر کولو ته اړتیا لري، باید بیړه پکې ونه شي.
  7. طیبي رحمه الله فرمايي: له دې څخه څلور ډوله اخستل کيږي: څوک چې ترې د خوند اخېستونکي په توګه خوراک وکړي تر دې چې تشي یې وپړسېږي او له زیات خوراک څخه نه اوړي نو ژر له منځه ځي، او هغه څوک چې دا ډول خواړه وخوري مګر د ناروغۍ له نیولو وروسته له ځان سره جفا پیل کړي، تر دې چې غلبه پرې وکړي او له منځه یې یوسي، او هغه څوک چې همدا ډول یې خوري خو له هغه څه په ډډې کولو بیړه وکړي چې ضرر ورته رسوي او د دفع کولو لپاره یې لارې چارې لټوي تر دې چې ترې وژغورل شي، او هغه څوک چې له افراط پرته خوراک وکړي، بلکې دومره وخوري چې لوږه پرې دفع کړي او خپله ساه پرې وساتي، نو لومړی کس د کافر مثال دی، او دویم د هغه بې پروا ګناهکار مثال دی چې له ګناه او توبې تر هغه پورې بې پروا وي چې وخت یې تېر شي، او دریم مثال د هغه چا دی چې ګناهونه ترې شوي وي خو توبې ویستلو ته بیړه وکړي تر دې چې توبه یې قبوله شي او څلورم هغه تن دی چې له دنیا څخه زهد کوي او اخرت ته لیواله وي.
  8. ابن المنير وايي: په دې حديث کې ځينې عجيبه مثالونه بیان شوي دي، لومړی مثال يې مال ته په ودې ورکولو او زیاتېدو کې له نباتاتو سره تشبیه ، دويم مثال یې: له هغو حیواناتو سره د مال راټولونکي تشبیه ده چې په څرېدلو بوخت وي، او دریم یې: د هغه چا تشبیه د ډېر خور انسان سره شوې چې د ډېرو خوړولو او ځان ډکولو په ناروغۍ اخته وي، او څلورم یې: له هغو حیواناتو سره د بخیل انسان تشبیه ده چې ځان موړ کړي، بیا سوټي او متیازې وکړي او بېرته خوراک ته وروګرځي، پدې کې دې ته اشاره ده چې مال د شریعت له انده ناپسنده څېز دی، او پنځم: د هغه چا تشبیه ده چې د مال له راټولولو یې ځان ګوښه کړی وي، د هغه پسه په څېر چې له خوراک وروسته ګونډې ولګوي او لمر ته مخ کړي، نو دا د حیوان تر ټولو غوره حالت دی چې پکې ارام وي، په دې کې دې ته اشاره ده چې په خپله ګټه پوهېږي، او شپږمه یې: د هغه انسان د مرګ تشبیه ده چې مال راټولوي او چا ته یې نه ورکوي د هغه غافل څاروي په څیر چې د خپل ځان څخه ضرري شی هم نشي لری کولی، او اوومه تشبیه: د هغه ملګري ده چې هېڅ تضمین نشته چې په دښمن بدل شي؛ ځکه مال او دولت هم داسې وي چې ورسره د زیاتې مینې له امله ساتل کېږي او غوټې ورکول کېږي؛ دا کار د دې لامل ګرځي چې مستحقو خلکو ته ور نه کړل شي نو د خاوند د سزا لامل یې وګرځي، او اتم: د هغه چا تشبیه ده چې په ناحقه یې واخلي، دی د هغه چا سره تشبیه شوی چې خوراک کوي او نه مړېږي.
  9. سندي ویلي: پدې کې دوه خبرې دي: یوه دا چې: مال له خپلې (روا) لارې تر لاسه شي او دویم: دا چې پر ځای ولګول شي، او که په دې دوو کارونو کې یو هم ونه شي نو په ضرر تمامېږي ... او داسې هم ویل کیدی شي چې: په دې کې دواړه قیدونه له یو بل سره لازم او ملزوم دي؛ نو هغه چاته پر ځای د مال لګولو توفیق نه ورکول کېږي چې له سمې لارې یې تر لاسه نه کړي.