ډلبندي: فضایل او آداب .

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لاَ تَتَّخِذُوا الضَّيْعَةَ فَتَرْغَبُوا فِي الدُّنْيَا».

[حسن لغيره] - [رواه الترمذي وأحمد] - [سنن الترمذي: 2328]
المزيــد ...

له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"په کرونده مه بوختېږئ، که نه نو له دنیا سره به مو مینه زیاته شي".

[حسن لغيره دی] - [الترمذي او احمد روايت کړی دی] - [جامع الترمذي - 2328]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په کروندې، باغ او یا فارم کې له بوختیا څخه منع کړې ده، ځکه چې دا د دنیا سره د مینې او د آخرت پر ځای د هغې سره د تړاو لامل ګرځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دنیا سره د دومره زیاتوالي ممانعت چې له آخرت څخه د اوړېدو لامل وګرځي.
  2. له حدیث څخه دا معنا نه اخیستل کیږي چې څوک دې ترې د ژوند تېرولو لپاره ګټه نه اخلي، بلکې په دنیا له زیاتې بوختېدا او د آخرت هېرول منع شوي دي.
  3. السندي ویلي: موخه ترې دا ده چې: پر کروندې بوختېدو کې دومره مه ورننوځئ چې د الله له ذکر څخه بې پروا شئ.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)