عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
أَلَسْتُمْ فِي طَعَامٍ وَشَرَابٍ مَا شِئْتُمْ؟ لَقَدْ رَأَيْتُ نَبِيَّكُمْ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَا يَجِدُ مِنَ الدَّقَلِ مَا يَمْلَأُ بِهِ بَطْنَهُ.
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2977]
المزيــد ...
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
آیا تاسو د خوراک او څښاک په برخه کې هر څه نه لرئ؟ ما ستاسو نبي ﷺ لیدلی و چې دومره ناکاره خرما به یې هم نه موندلې چې خپل نس پرې موړ کړي.
[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2977]
نعمان بن بشیر رضي الله عنه خلکو ته د خوراک او څښاک د هغو نعمتونو یادونه کوي چې دوی پکې دي، او دا چې هر څومره وغواړي نو خوړلی یې شي، بیا یې د رسول ﷺ حالت بیان کړ چې هغه د بې کاره خرماوو لږ څه هم نه درلودل چې خپله وږې خېټه پرې مړه کړي.