عَنْ وَحْشِيِّ بْنِ حَرْبٍ رَضيَ اللهُ عنه:
أَنَّهُمْ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّا نَأْكُلُ وَلَا نَشْبَعُ، قَالَ: «فَلَعَلَّكُمْ تَأْكُلُونَ مُتَفَرِّقِينَ؟» قَالُوا: نَعَمْ. قَالَ: «فَاجْتَمِعُوا عَلَى طَعَامِكُمْ، وَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ، يُبَارَكْ لَكُمْ فِيهِ».

[حسن] - [رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد] - [سنن ابن ماجه: 3764]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له وحشي بن حرب رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
هغوی وویل: اې د الله رسوله! موږ خوراک کوو خو نه مړېږو، هغه وفرمایل: «ښايي تاسې جلا جلا خورئ؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: « نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي».

[حسن] - [ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی] - [سنن ابن ماجه - 3764]

تشریح

ځینو صحابه وو له نبي صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: موږ خوراک کوو خو مړښت راته نه حاصلېږي.
نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ښايي تاسې د خوړو پر مهال جلا جلا کېږئ او هر یو ځانته خوراک کوﺉ؟ هغوی وویل: هو. ویې فرمایل: یو ځای شئ او جلا جلا خوراک مه کوئ، او د خوړو پر مهال بسم الله ووایئ، نو برکت به پکې راشي او تاسو ته به مړښت حاصل شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د خوړو لپاره سره یو ځای کېدل او د خوړو پر مهال د الله نوم یادول په خوراک کې برکت راولي او د خوراک څخه مړښت حاصلېږي.
  2. ځان ځاني ټول شر دی، او یو ځای کېدل ټول خېر دی.
  3. د خوړلو پر مهال سره یو ځای کېدل او د الله نوم یادولو ته هڅوونه.
  4. السندي ویلي: په یو ځای کېدو سره په خوړو کې برکت نازلېږي او د الله د نوم په یادولو سره شیطان خوړو ته د لاسرسي څخه منع کېږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)