كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، تِسْعَةً أَوْ ثَمَانِيَةً أَوْ سَبْعَةً، فَقَالَ: «أَلَا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللهِ؟» وَكُنَّا حَدِيثَ عَهْدٍ بِبَيْعَةٍ، فَقُلْنَا: قَدْ بَايَعْنَاكَ يَا رَسُولَ اللهِ، ثُمَّ قَالَ: «أَلَا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللهِ؟» فَقُلْنَا: قَدْ بَايَعْنَاكَ يَا رَسُولَ اللهِ، ثُمَّ قَالَ: «أَلَا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللهِ؟» قَالَ: فَبَسَطْنَا أَيْدِيَنَا وَقُلْنَا: قَدْ بَايَعْنَاكَ يَا رَسُولَ اللهِ، فَعَلَامَ نُبَايِعُكَ؟ قَالَ: «عَلَى أَنْ تَعْبُدُوا اللهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَالصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ، وَتُطِيعُوا -وَأَسَرَّ كَلِمَةً خَفِيَّةً- وَلَا تَسْأَلُوا النَّاسَ شَيْئًا» فَلَقَدْ رَأَيْتُ بَعْضَ أُولَئِكَ النَّفَرِ يَسْقُطُ سَوْطُ أَحَدِهِمْ، فَمَا يَسْأَلُ أَحَدًا يُنَاوِلُهُ إِيَّاهُ. المزيد
له ابو مسلم الخولاني څخه روايت دی وایې چې: محبوب امانتدار راته وویل، محبوب ځکه دی چې ماته ګران دی او زما لپاره امانتدار هم دی چې هغه؛ عوف بن مالک الاشجعي رضی الله عنه دی. هغه وفرمایل:
مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم نهه، یا اته او یا اوه کسان وو، نو ویې فرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» دا په داسې حال کې چې موږ ورسره تازه بیعت کړی و، نو موږ وویل: ای د الله جل جلاله رسوله، موږ خو درسره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» نو موږ وویل: ای د الله رسوله موږ خو له تا سره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» وایې نو موږ خپل لاسونه وغوړول
او ومو وییل: ای د الله جل جلاله رسوله موږ له تا سره بيعت وکړ، خو په څه شي درسره بيعت وکړو؟ ویې فرمایل وفرمایل: «په دې چې د الله عبادت به کوئ او هیڅ شرک به پرې نه کوئ او په پنځه وخته لمونځونو او دا چې اطاعت به کوئ - او یو څه یې له ځان سره پټ وویل: - او دا چې د خلکو څخه به د څه شي سوال نه کوئ» او یقینا چې له هغو خلکو څخه مې ځینې ولیدل چې قمچینه به ترې ولویده، نو له هیچا نه یې سوال نه غوښتل چې ورته یې راپورته کړي.