عَنْ سَلْمَانَ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
قَالَ لَنَا الْمُشْرِكُونَ: إِنِّي أَرَى صَاحِبَكُمْ يُعَلِّمُكُمْ حَتَّى يُعَلِّمَكُمُ الْخِرَاءَةَ، فَقَالَ: أَجَلْ، إِنَّهُ نَهَانَا أَنْ يَسْتَنْجِيَ أَحَدُنَا بِيَمِينِهِ، أَوْ يَسْتَقْبِلَ الْقِبْلَةَ، وَنَهَى عَنِ الرَّوْثِ وَالْعِظَامِ وَقَالَ: «لَا يَسْتَنْجِي أَحَدُكُمْ بِدُونِ ثَلَاثَةِ أَحْجَارٍ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 262]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له سلمان رضي الله عنه څخه روات دی وایي چې:
مشرکینو مونږ ته وویل چې:زه ستاسې ملګری وینم چې تاسو ته حتی د قضای حاجت زده کړه درکوي، هغه وویل: هو همداسې ده هغه موږ منع کړي یو چې زمونږ څخه دې یو تن په ښي لاس استنجا وکړي، یا دا چې د حاجت پر مهال قبلې ته مخ کړي، او لدې یې منع کړې چې یو څوک ځان په خوشایي او هډوکي پاک کړي او فرمایلي یې دی چې: « هیڅوک باید له درې لوټو نه په کمو ځان وچ نه کړي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 262]

تشریح

سلمان فارسي رضي الله عنه ویلي چې: مشرکانو به موږ ته په ریشخند سره ویل: ستاسو نبي تاسو ته هر شی ښودلی دی، تر دې چې څنګه د تشو او ډکو متیازو پر مهال حاجت رفع کړئ. سلمان وویل: هو، مونږ ته یې د قضای حاجت آداب ښوولي؛ لدې څخه یو دا دی چې هغه صلی الله علیه وسلم مونږ له دې منع کړي یو چې له قضای حاجت نه وروسته په ښي لاس سره ځان پاک کړو ترڅو له نجاست څخه وساتل شو او د لاس درناوی وساتل شي، یا دا چې کعبې لور ته د تشو او ډکو متیازو پر مهال مخ کړو، او لدې یې منع فرمایلې ده چې څوک په څارویو په خوشایو، فاضله موادو او هډوکو ځان وچ کړي، او دا چې حاجت رفع کوونکی په ځان پاکوونه کې له دریو کاڼو په کمو بسنه ونه کړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د اسلامي شریعت بشپړتیا؛ په هر هغه څه کې انسانان ورته اړتیا لري.
  2. د حاجت رفع کولو او استنجاء د ځینې آدابو بیان.
  3. دقضای حاجت پرمهال قبلې لور ته کېښناستل حرام دي؛ دلیل یې حدیث دی چې وایي: (نهانا) یعنې موږ یې منع کړي یو، او نهي په اصل کې د تحریم لپاره وي.
  4. ښي لاس ته د درناوي په موخه په ښي لاس له استنجاء یا ځان وچونې ممانعت.
  5. پر چپ لاس د ښي لاس غوره والی؛ ځکه چې چپ لاس د ناپاکیو او کثافاتو د پاکولو لپاره کارول کیږي، او ښی لاس د نورو کارونو لپاره دی.
  6. په اوبو او یا کاڼو سره د ناپاکۍ لرې کول واجب دي، برابره خبره ده که ناپاکي لږه وي او یا ډیره.
  7. له دریو څخه په کمو کاڼو د اودس وچونې ممانعت؛ ځکه غالبا له دریو څخه لږ کاڼي نجاست نه پاکوي.
  8. هر هغه څه چې مطلوب پاکوالی پرې رامنځته کیږي کارول یې روا دي، په ځانګړې توګه یې د کاڼو یادونه ځکه وکړه چې غالبا یې خلک کاروي او هغه څه چې د معمول په توګه کارول کیږي (د یو ډول تخصیص) پکې مفهوم نه لري.
  9. په تاق شمېر اودس وچول مستحب دي، نو کله چې په څلورو پاکوالی رامنځته شي ورته روا دي چې پنځمه هم وکاروي او همداسې نور؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې فرمایي: (څوک چې اودس ماتی کوي نو په تاق شمېر دې وکړي).
  10. په خوشایي سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې یا خو ناپاک دي او یا دا چې د جنیاتو د څارویو خواړه دي.
  11. په هډوکو سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې یا خو ناپاک دي او یا دا چې په خپله د پيریانو خواړه دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)
نور