1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، نو ما له هغه سره د جنګ اعلان وکړ او زما بنده ما ته په بل هیڅ شي دومره ندی رانږدې شوی لکه څومره چې د هغه څه په کولو سره رانږدې کیږي چې ما پرې فرض کړي دي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ:

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالحَرْبِ، وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ: كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا، وَإِنْ سَأَلَنِي لَأُعْطِيَنَّهُ، وَلَئِنِ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ، وَمَا تَرَدَّدْتُ عَنْ شَيْءٍ أَنَا فَاعِلُهُ تَرَدُّدِي عَنْ نَفْسِ المُؤْمِنِ، يَكْرَهُ المَوْتَ وَأَنَا أَكْرَهُ مَسَاءَتَهُ».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بیشکه الله تعالی فرمایلي دي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، نو ما له هغه سره د جنګ اعلان وکړ او زما بنده ما ته په بل هیڅ شي دومره ندی رانږدې شوی لکه څومره چې د هغه څه په کولو سره رانږدې کیږي چې ما پرې فرض کړي دي او ماته زما بنده تر هغه د نوافلو په کولو سره رانږدې کیږي تر دې چې زه له هغه سره مینه ولرم، نو کله چې ورسره مینه وکړم: زه د هغه د بدن د غړو په کارولو کې توفیق ورکوم، داسې چې حق به اوري، حق به ګوري، لاسونه به په روا کړنو کې کاروي او په پښو به ښو ځایونو ته د تللو توفیق ورکوم، او که زما څخه سوال وکړي نو خامخا به یې ورکړم او که پر ما یې پناه وغوښته نو پناه به ورکړم او هېڅکله په یو کار کې متردد شوی نه یم چې کول یې غواړم پرته لدې چې کله د مؤمن روح اخلم، نو هغه مرګ بد ګڼي او زه د هغه خفه کول بد ګڼم».

الملاحظة
Gentile
النص المقترح لا يوجد...

صحيح دی بخاري روايت کړی دی صحيح البخاري - 6502

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په قدسي حدیث کې خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي: څوک چې زما اولياوو ته ضرر ورسوي، غوسه يې کړي او يا ترې کرکه وکړي، نو هغه ته مې خبرداری ورکړی او له هغه سره مې دښمني اعلان کړې ده.
او ولي: هغه مومن دی چې تقوا لري او مومن چې په څومره اندازه ایمان او تقوا لري، په همغومره اندازه یې د الله جل جلاله سره د ولایت برخه ډېره وي. او مسلمان خپل رب ته په بل کار دومره نه دی نږدې شوی، څومره چې په هغو کارونو نږدې کیږي چې هغه پرې فرض او واجب ګرځولي لکه: د طاعتونو تر سره کول او د محرماتو پرېښودل، او تر هغه یو مسلمان خپل رب ته له فرضو سره د نوافلو په کولو نږدې کیږي تر دې چې د الله جل جلاله محبت ترلاسه کړي. نو کله چې الله تعالی ورسره مینه وکړي، الله تعالی به د دې څلورو غړو د سمې کارونې توفیق ورکړي:
په اورېدلو کې به توفیق ورکړي، نو هغه څه به اوري چې الله پرې راضي کیږی.
په لېدلو کې به توفیق ورکړي، نو یوازې هغه څه ته به ګوري چې الله یې خوښوي او پرې راضي کیږي.
د لاسونو په کارولو کې به توفیق ورکړي، نو په لاسونو به یوازې هغه کار کوي چې الله پرې راضي کیږي.
او د پښو په کارولو کې به توفیق ورکړي، نو یوازې هغه ځای ته به ځي چې الله یې خوښوي او یوازې هغه ځای ته به هڅه کوي چې خېر پکې وي.
لدې سره که له الله جل جلاله څخه د کوم شي سوال وکړي، نو الله به یې غوښتنه ومني. او پدې سره به هغه څوک شي چې دعا یې قبلیږي، او که په الله جل جلاله پناه وغواړي او هغه ته د ملاتړ په موخه پنا یوسي، نو الله پاک به پناه ورکړي او د هغه څه په وړاندې به یې ملاتړ وکړي چې وېره ترې لري.
بیا الله جل جلاله وفرمایل: او د هیڅ یو کار په کولو کې چې زه یې کول غواړم دومره متردد شوی نه یم څومره چې د مهربانۍ له مخې د مومن په روح اخیستلو کې متردد شوی یم، ځکه چې هغه مرګ د هغه درد له امله بد ګڼي چې پکې دی او الله هر هغه څه نه خوښوي چې مومن دردوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث له هغو حدیثونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته وییل کیږی، دا هغه حدیثونه دي چې الفاظ او معنا یې د الله لخوا ده، پرته لدې چې د قرآن کریم هغه ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو یې جلا کوي، لکه په تلاوت سره یې عبادت کېدل، د راخیستلو لپاره یې طهارت کول، پدې سره ننګول او دا چې دا یو عاجزوونکی کتاب دی او داسې نور.
  2. د الله جل جلاله اولیاوو ته د ضرر رسولو ممانعت، هغوی سره محبت کولو ته هڅول او د هغوی په فضیلت اعتراف کول.
  3. د الله جل جلاله له دښمنانو سره په دښمنۍ کولو امر او د هغوی سره د محبت کولو حراموالی.
  4. څوک چې د الله جل جلاله د دوستۍ دعوه لري پداسې حال کې چې د شریعت پیروي یې نه کوي، نو په خپله دعوه کې دروغجن دی.
  5. د الله جل جلاله دوستي د واجباتو په کولو او د منهیاتو په پرېښودلو سره تر لاسه کیږي.
  6. له بنده سره د الله جل جلاله د محبت او د هغه د دعا قبلولو له لاملونو څخه یو د فرضو له ادا كولو وروسته د نفلي عبادتونو ترسره كول او د حرامو پرېښودل دي.
  7. د اولیاوو عزت او د هغوی لوړه مرتبه.

د ژباړو راړول

63 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو
ډلبندیانې