عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَمَّا عُرِجَ بِي مَرَرْتُ بِقَوْمٍ لَهُمْ أَظْفَارٌ مِنْ نُحَاسٍ يَخْمُشُونَ بها وُجُوهَهُمْ وَصُدُورَهُمْ، فَقُلْتُ: مَنْ هَؤُلَاءِ يَا جِبْرِيلُ، قَالَ: هَؤُلَاءِ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ لُحُومَ النَّاسِ، وَيَقَعُونَ فِي أَعْرَاضِهِمْ».

[حسن] - [رواه أبو داود] - [سنن أبي داود: 4878]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې نو ما وویل چې: اې جبرائیله دا څوک دي، هغه وویل: دا هغه خلک دي چې د خلکو غوښې خوري (غیبت یې کوي) او په عزتونو کې یې غږیږي».

[حسن] - [ابو داود روايت کړی دی] - [سنن ابو داود - 4878]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: کله چې هغه د اسراء او معراج په شپه آسمان ته پورته کړی شو، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شو چې اوسپنیز نوکان یې لرل او په هغو سره یې د خپلو مخونو او سېنو غوښې توږلې او څیرې کولې، نو هغه له جبرائیل علیه السلام څخه وپوښتل چې: دې کسانو څه کړي چې داسې عذاب ورکول کېږي؟ جبرائیل علیه السلام وویل: دا هغه کسان دي چې دخلکو غیبت کوي او د هغوی په عزتونو کې ناحقه خبرې کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د غیبت په اړه سخت خبرداری، او د غیبت کوونکي تشبیه د هغه چا سره چې د انسانانو غوښې خوري.
  2. د خلکو په عزتونو کې خبرې کول لکه غیبت او داسې نور له کبیره ګناهونو څخه دي.
  3. طيبي په دې اړه ویلي: (یخمشون) کله چې د مخ او سینو شوکارې کول د هغو ښځو صفت دی چې (په مړي) ستاینې کوي، نو دا یې د هغه چا لپاره سزا وګرځوله چې غیبت کوي او د مسلمانانو په عزتونو کې غږېږي، پدې معنا چې دا د سړیو صفتونه ندي، بلکې دا په ډېره ناوړه او بدو حالتونو کې د ښځو صفتونه دي.
  4. په غیبو او ټولو هغو شیانو ایمان درلودل واجب دي چې الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)
نور