عَنْ أَبِي مُوسَى رَضيَ اللهُ عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَثَلُ مَا بَعَثَنِي اللَّهُ بِهِ مِنَ الهُدَى وَالعِلْمِ كَمَثَلِ الغَيْثِ الكَثِيرِ أَصَابَ أَرْضًا، فَكَانَ مِنْهَا نَقِيَّةٌ، قَبِلَتِ المَاءَ، فَأَنْبَتَتِ الكَلَأَ وَالعُشْبَ الكَثِيرَ، وَكَانَتْ مِنْهَا أَجَادِبُ، أَمْسَكَتِ المَاءَ، فَنَفَعَ اللَّهُ بِهَا النَّاسَ، فَشَرِبُوا وَسَقَوْا وَزَرَعُوا، وَأَصَابَتْ مِنْهَا طَائِفَةً أُخْرَى، إِنَّمَا هِيَ قِيعَانٌ لاَ تُمْسِكُ مَاءً وَلاَ تُنْبِتُ كَلَأً، فَذَلِكَ مَثَلُ مَنْ فَقُهَ فِي دِينِ اللَّهِ وَنَفَعَهُ مَا بَعَثَنِي اللَّهُ بِهِ، فَعَلِمَ وَعَلَّمَ، وَمَثَلُ مَنْ لَمْ يَرْفَعْ بِذَلِكَ رَأْسًا، وَلَمْ يَقْبَلْ هُدَى اللَّهِ الَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 79]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
« د هغه هدایت او علم بېلګه چې زه پرې الله رالېږلي یم، د هغه ډېر باران په څېر دی چې پر ځمکه وشي، نو ځینې برخې یې حاصل خیزه وي چې اوبه جذبوي، نو ډېری بوټي او واښه پرې راشنه شي او ځینې برخې یې وچې او سختي وې چې اوبه ساتي، نو الله تعالی پرې خلکو ته ګټه ورسوي، ترې وڅښي، کروندې پرې اوبه کړي او کښت وکړي او ځینې برخې بیا دومره بې ګټې وې چې نه اوبه ساتي او نه بوټي رازرغونوي، نو دا د هغه چا مثال دی چې د الله په دین کې پوهه لري او هغه څه ورته ګټه رسوي چې زه پرې الله رالیږلی یم، نو خپله زده کړه کوي او نورو ته یې هم ښیي، او د هغه چا مثال چې پدې لارښوونې سره سر نه پورته کوي او د الله هغه هدایت نه قبلوي چې زه پرې رالیږل شوی یم».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 79]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم د هغه چا حالت په حېرانتیا سره مثال ورکړ چې له هغه هدایت څخه ګټه اخلي چې هغه پرې رالیږل شوی او انسان خپل منزل ته رسوي، او د شرعي علم مثال یې د هغې ځمکې سره ورکړ چې ډېر باران پرې وشي، نو په درې ډوله شي: لومړی ډول: پاکه او ښه ځمکه ده چې د باران اوبه مني، ډېری تازه او وچې میوې رازرغونوي او خلک ترې ګټه اخلي. دویم ډول: داسې ځمکه ده چې اوبه ساتي خو بوټي پرې نه زرغونیږي، اوبه ساتي تر څو یې خلک وڅښي او خپل څاروی او کروندې پرې خړوب کړي. دریم ډول: هواره او خویه ځمکه ده چې نه اوبه ساتي او نه پرې کښت زرغونیږي، نو نه ترې خپله ګټه پورته کوي او نه خلک. نو همدا د هغو خلکو حال دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه علم او هدایت په اړه یې اوریدلي وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې رالیږل شوی دی. نو لومړی: هغه عالم دی چې د الله په دین پوه وي، په خپل علم عمل کوي او نورو ته یې ورزده کوي؛ نو دی د هغې ګټورې ځمکې په څېر دی چې اوبه څښي، هم ځانته ګټه رسوي او هم په حاصل ورکولو سره نورو ته ګټه رسوي. دویم: هغه څوک دی چې علم یې زده کړی وي خو پوهه او استنباط ترې نه لري؛ نو دی د پوهې راټولونکی او وخت پرې لګوونکی دی، خو د علم په نوافلو یې عمل نه دی کړی او یا یې د هغه څه په اړه پوهه نده ترلاسه کړې چې راټول کړي یې دي، نو دی د بل لپاره وسیله ده او د هغې ځمکې په څېر دی چې اوبه پکې پاتې کیږي او خلک ترې ګټه اخلي. درېیم: هغه څوک دی چې علم اوري، خو نه یې حفظوي، نه پرې عمل کوي او نه یې نورو ته رسوي؛ نو دی د هغې خویه ځمکې په څېر دی چې بوټي پکې نه وي او نه اوبه مني او یا یې په نورو خرابوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د علم د زده کړې او ښوونې د فضیلت بیان، او له دواړو څخه د مخ اړولو خبرداری.
  2. اذهانو ته د معنا د نږدې کولو لپاره د مثالونو وړاندې کول.
  3. قرطبي وایي: لکه څنګه چې باران مړه ځمکه راژوندۍ کوي، همداسې د دین زده کړه مړ زړه راژوندی کوي؛ بیا یې اورېدونکي د بېلابېلو ځمکو سره تشبیه کړل چې باران پرې وریږي.
  4. خلک د شرعي علم په ترلاسه کولو کې بېلابېلې درجې لري.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)