عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أَوْ مَظْلُومًا». فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَنْصُرُهُ إِذَا كَانَ مَظْلُومًا، أَفَرَأَيْتَ إِذَا كَانَ ظَالِمًا كَيْفَ أَنْصُرُهُ؟ قَالَ: « تَحْجُزُهُ -أَوْ تَمْنَعُهُ- مِنَ الظُّلْمِ؛ فَإِنَّ ذَلِكَ نَصْرُهُ».
[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 6952]
المزيــد ...
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول ﷺ وفرمایل:
رسول ﷺ وفرمایل:دخپل ورور ملاتړ وکړه، هغه که ظالم وي اویا مظلوم». یو سړي وویل:«ای د الله رسوله! که مظلوم وی نو مرسته به یې وکړم، خو که ظالم وي نو څنګه یې ملاتړ وکړم؟ «رسول ﷺ وفرمایل: «هغه د ظلم کولو څخه منع کوې؛ نو همدا یې ملاتړ دی».
[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 6952]
رسول ﷺ مسلمان ته امر کړی چې د خپل مسلمان ورور ملاتړ وکړي، هغه که ظالم وي او یا مظلوم، نو یو سړي وویل: ای د الله رسوله! کله چې مظلوم وي نو ملاتړ به یې وکړم تر څو پرې د ظلم مخنیوی وکړم، نو دا چې ظالم وي څنګه یې مرسته وکړم؟ هغه وفرمایل: منع کوې یې، لاسنیوی یې کوې چې ظلم ونه کړي؛ نو همدا یې په خپل هغه نفس او شیطان برلاسی دی چې په بدۍ ورته امر کوي.