عَن أُمِّ الدَّرْدَاءِ وَ أَبِي الدَّرداءِ رَضيَ اللهُ عنهما أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ:
«دَعْوَةُ الْمَرْءِ الْمُسْلِمِ لِأَخِيهِ بِظَهْرِ الْغَيْبِ مُسْتَجَابَةٌ، عِنْدَ رَأْسِهِ مَلَكٌ مُوَكَّلٌ كُلَّمَا دَعَا لِأَخِيهِ بِخَيْرٍ، قَالَ الْمَلَكُ الْمُوَكَّلُ بِهِ: آمِينَ وَلَكَ بِمِثْلٍ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2733]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ام الدرداء او ابو الدرداء رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل:
خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلېږي، سر ته یې ګمارل شوي پرېښته وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته د خېر دعا غواړي، ګمارل شوې پرېښته وایي: آمین، او د همده په څېر دې ستا لپاره هم وي.

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2733]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د یو مسلمان دعا خپل مسلمان ورور ته د هغه په غیابت کې ځکه قبلېږي چې ډېر مخلصه وي، او دا چې د دعا کوونکي سر ته یوه ګمارل شوې پرېښته وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته دعا کوي، پرې ګمارل شوې پرېښته وایي: آمین، او تا ته دې هم ستا د دعا مطابق درکړل شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. مؤمنان له یو بل سره خپلمنځي مهربانۍ ته هڅول، که څه هم په دعا کولو سره وي.
  2. په غیاب کې دعا کول د ایمان او ورورګلوۍ د رېښتېنولۍ ښکاره ثبوت دی.
  3. په ځانګړې توګه د غیابي دعا یادونه لدې امله شوې چې په نهایت اخلاص او د زړه په حضور سره کېږي.
  4. مسلمان ته په غیاب کې دعا کول د قبلېدو له اسبابو څخه یو دی.
  5. نووي رحمه الله ویلي: خپل مسلمان ورور ته د هغه په ​​غیاب کې دعا کول فضیلت لري، او که چېرته یې د مسلمانانو یوې ډلې ته دعا وکړه نو دا فضیلت ورته بیا هم حاصلېږي، او که ټولو مسلمانانو ته یې وکړه، نو داسې ښکاري چې دا هم ترلاسه کېږي، ځینو سلفو به چې کله ځانته دعا کوله نو هماغه دعا به یې خپل مسلمان ورور ته هم کوله؛ ځکه چې قبلېږی او ده ته هم د هغه په څېر اجر ورکول کېږي.
  6. د پرېښتو د ځینو اعمالو بیان او دا چې له هغوی څخه ځینې داسې دي چې الله تعالی پر همدې عمل ګمارلي دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)
نور