عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ اليَمَانِ رَضيَ اللهُ عنه:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا أَرَادَ أَنْ يَنَامَ وَضَعَ يَدَهُ تَحْتَ رَأْسِهِ، ثُمَّ قَالَ: «اللَّهُمَّ قِنِي عَذَابَكَ يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ».

[صحيح] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 3398]
المزيــد ...

له حذیفه بن الیمان رضي الله عنه څخه روایت دی چې :
کله به چې رسول الله ﷺ د ویده کېدو اراده کوله، نو خپل لاس به یې د خپل سر لاندې کېښود او بیا به یې دا دعا ویله: "اللَّهُمَّ قِنِي عَذَابَكَ يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ" ای الله، په هغې ورځ ما له عذاب څخه وساته چې ته خپل بندګان پکې راټولوې او يا راپاڅوې».

[صحيح دی] - [الترمذي روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 3398]

تشریح

کله به چې رسول الله ﷺ د ویده کېدو لپاره بستر ته تلو، نو ښي لاس به یې د سر لاندې کېښود او خپل ښي طرف یې پرې کېښود او ویل به یې: «اللَّهُمَّ» زما ربه «قِنِي» ومې ساته، «عَذَابَكَ» ستا له سزا څخه، «يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ» یعنې په هغه ورځ چې د قیامت په ورځ دې بندګان د حساب لپاره راپورته کوې.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې مبارکې دعا فضیلت، او د نبي صلی الله علیه وسلم پسې د اقتداء له مخې پرې دوامداره عمل کول.
  2. په ښي اړخ څملاستل مستحب دي.
  3. سندي ویلي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دعا چې: (اللهم قني عذابك) پدې دلیل دی چې عاقل انسان باید خپل خوب د مرګ د را په زړه کولو لپاره وسیله وګرځوي او دا چې بېرته به راژوندی کېږي.
  4. د قیامت په ورځ د الله جل جلاله له عذاب څخه خونديتوب د الله جل جلاله په فضل او رحم سره وي چې بنده ته د نېکو کارونو توفیق ورکړي او ګناهونه یې وبخښي.
  5. د خپل رب او مالک پر وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عاجزي.
  6. د حشر او معاد ثبوت، او دا چې خلک به خپل پالونکي ته ورستانه شي ترڅو یې د عملونو حساب ور سره وشي. نو چا چې خېر وموند د الله تعالی شکر دې ادا کړي، او چا چې لدې پرته بل څه وموندل نو یوازې خپل نفس دې ملامته کړي، ځکه دا د بندګانو عملونه دي چې الله تعالی یې بندګانو ته شمېري.
  7. د ویده کېدو پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حالاتو په بیانولو د صحابه کرامو رضي الله عنهم ټینګار.
  8. د هغه دا وینا "وضع يده اليمنى تحت خده" یعنې دا چې خپل ښی لاس به یې د خپل ښي مخ لاندې کاوه، نو دا د هغه صلی الله علیه وسلم عادت و چې په هر څه کې به یې ښي لور ته لومړیتوب ورکاوه، مګر دا چې دلیل په بل مخالف لور دلالت وکړي.
  9. پر ښي اړخ د خوب کولو سره انسان ژر بیدارېږي، ځکه چې په دې حالت کې زړه ثابت نه وي. همداراز، دا د زړه لپاره راحت دی ځکه چې زړه د بدن په چپ اړخ کې موقعیت لري، که یو انسان پر چپ اړخ ویده شي، دا به د زړه لپاره زیانمن وي ځکه چې د بدن نور غړي په زړه راوښتي وي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)