عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ كَانَتْ لَهُ مَظْلَمَةٌ لِأَخِيهِ مِنْ عِرْضِهِ أَوْ شَيْءٍ فَلْيَتَحَلَّلْهُ مِنْهُ اليَوْمَ، قَبْلَ أَلا يَكُونَ دِينَارٌ وَلاَ دِرْهَمٌ، إِنْ كَانَ لَهُ عَمَلٌ صَالِحٌ أُخِذَ مِنْهُ بِقَدْرِ مَظْلَمَتِهِ، وَإِلَمْ تَكُنْ لَهُ حَسَنَاتٌ أُخِذَ مِنْ سَيِّئَاتِ صَاحِبِهِ فَحُمِلَ عَلَيْهِ».
[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 2449]
المزيــد ...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
«په هر چا چې د خپل (مسلمان) ورور کوم حق وي، که د عزت پایمایلدو یا بل څه په برخه کې وي نو همدا نن دې ترې ځان خلاص کړي، مخکې لدې چې دینار او درهم نه وي، ځکه (په قیامت کې کې به بیا) که ښه نېک عمل ولري، نو د حق په اندازه به یې ترې واخېستل شي او که نيکۍ ونه لري، د هغه بد عملونه پر ده ور اچول کېږي».
[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 2449]
نبيﷺ هر هغه کس ته امر کړی چې د خپل مسلمان ورور عزت پایمالیدو، مال یا یې وینې تویېدو په برخه کې یې ورسره ظلم کړی وي چې په دنیا کې ورته بخښنه وکړي، مخکې لدې چې قیامت راشي، چېرته چې بیا د سرو زرو دینار یا د سپینو زرو درهم د ځان خلاصولو لپاره ګټه نه کوي؛ ځکه چې هلته قصاص د نیکیو او بدیو پر بنیاد ده: مظلوم د ظالم له نیکیو څخه د خپل حق په اندازه اخلي، او که ظالم نیکۍ ونه لري، نو د مظلوم ګناهونه دظلم په اندازه پر ظالم ور اچول کیږي.