ډلبندي:
+ -
عَن أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:

«إِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيُمْسِكْ بِيَدِهِ عَلَى فِيهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَدْخُلُ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2995]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی (ارږمی) کوي، نو په خوله دې لاس کېږدي، ځکه چې شیطان ننوځي».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2995]

تشریح

نبي ﷺ هغه چا ته لارښوونه کړې چې د سستۍ او یا زیات خوراک له امله خوله وازی (ارږمی) کوي چې خپل لاس دې پر خوله کېږدي او خوله دې بنده کړي، ځکه که چېرته یې خوله خلاصه پاتې شي نو شیطان ورننوځي، نو لاس اېښودل یې د داخلېدو مخنیوی کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. کله چې څوک وغواړي خوله وازی وکړي، نو تر خپلې وسې دې خپله خوله بنده وساتي تر څو خلاصه پاتې نه شي؛ که یې نه شو کولای چې خوله بنده وساتي، نو لاس دې پرې کېږدي او خوله دې پرې بنده کړي.
  2. په ټولو حالاتو کې د اسلامي آدابو رعایتول اړین دي، ځکه چې دا د کمال او اخلاقو سرټکی دی.
  3. د انسان د ګمراهۍ لپاره د ټولو شیطاني لارو څخه وېرونه.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور