عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَرَأَيْتَ إِنْ جَاءَ رَجُلٌ يُرِيدُ أَخْذَ مَالِي؟ قَالَ: «فَلَا تُعْطِهِ مَالَكَ» قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَاتَلَنِي؟ قَالَ: «قَاتِلْهُ» قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلَنِي؟ قَالَ: «فَأَنْتَ شَهِيدٌ»، قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلْتُهُ؟ قَالَ: «هُوَ فِي النَّارِ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 140]
المزيــد ...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! که یو څوک راشي او زما مال اخیستل وغواړي؟ هغه و,یل: «خپل مال مه ورکوه». ویې ویل: که له ما سره وجنګېږي؟ ویې فرمایل: «له هغه سره وجنګېږه». هغه وویل: که ما ووژني؟ ویې فرمایل: «نو ته شهید یې». هغه وویل: که زه هغه ووژنم؟ ویې فرمایل: «هغه به په اور کې وي».
[صحیح] - [مسلم روایت کړی] - [صحیح مسلم - 140]
یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله ! که یو سړی راشي او زما مال اخیستل وغواړي؟ هغه وفرمایل: نو ته اړ نه یې چې ورته تسلیم شې او خپل مال دې ورکړې، هغه وویل: که هغه له ما سره جګړه وکړي؟ هغه وفرمایل: تا ته روا چې ورسره وجنګیږې، ویې ویل: خبر راکړه، که هغه ما ووژني؟ هغه وفرمایل: نو ته شهید یې، هغه وویل: که زه هغه ووژنم؟ هغه وفرمایل: هغه مستحق دی چې په قیامت کې عذاب ورکړل شی .