عَنْ أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
كَانَ رَجُلٌ لَا أَعْلَمُ رَجُلًا أَبْعَدَ مِنَ الْمَسْجِدِ مِنْهُ، وَكَانَ لَا تُخْطِئُهُ صَلَاةٌ، قَالَ: فَقِيلَ لَهُ: أَوْ قُلْتُ لَهُ: لَوْ اشْتَرَيْتَ حِمَارًا تَرْكَبُهُ فِي الظَّلْمَاءِ، وَفِي الرَّمْضَاءِ، قَالَ: مَا يَسُرُّنِي أَنَّ مَنْزِلِي إِلَى جَنْبِ الْمَسْجِدِ، إِنِّي أُرِيدُ أَنْ يُكْتَبَ لِي مَمْشَايَ إِلَى الْمَسْجِدِ، وَرُجُوعِي إِذَا رَجَعْتُ إِلَى أَهْلِي، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «قَدْ جَمَعَ اللهُ لَكَ ذَلِكَ كُلَّهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 663]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ رَضيَ اللهُ عنه څخه روایت دی، هغه ویلي چې:
یو سړی و چې ما بل څوک نه پېژانده چې له جومات څخه دې تر هغه لرې وي، خو هېڅ لمونځ یې نه پرېښوده، وایي نو ورته وویل شول: یا دا چې ما ورته وویل: که ته یو خر واخلې چې د شپې په تیاره او د ورځې په تودوخه کې پرې سپرېږې، هغه وویل: زه نه غواړم چې کور مې د جومات خواته وي، زه غواړم چې تر جومات پورې مزل مې راته ولیکل شي او دا چې بېرته کله خپلې کورنۍ ته ځم، نو رسول الله صلی الله علیه وفرمایل:«الله تعالی درته دا ټول راټول کړي دي».

[صحیح] - [مسلم روایت کړی] - [صحیح مسلم - 663]

تشریح

ابی بن کعب رضی الله عنه وایي چې له انصارو څخه د یو سړي کور د مسجد النبوي څخه تر ټولو لرې و، حال دا چې هېڅ لمونځ به ترې نه پاتې کېده؛ بلکې هر لمانځه کې به د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره حاضر و، نو ورته وویل شو: که ته یو خر واخلې چې د شپې په تیاره او د ورځې د ګرمۍ پر مهال پرې سپرېدلی؟ نو هغه وویل: زه نه غواړم چې زما کور دې د جومات څنګ ته وي، ځکه زه غواړم چې الله تعالی جومات ته د لمانځه لپاره زما تلل او بېرته راتلل (ثواب) ولیکي، نو دا خبره یې پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، هغه وفرمایل: «الله تعالی دا ټول تاته درکړي دي».

د حديث له ګټو څخه

  1. د صحابه کرامو د نېکۍ او د اجر د زیاتوالي لپاره ژوره هڅه او زیار.
  2. نووي وایي: پدې کې د دې ثبوت دی چې له جومات څخه په بېرته راګرځېدو کې دومره ثواب دی لکه څومره چې په ورتلو کې دی.
  3. مسلمانان باید یو بل ته په نېکۍ سپارښتنه وکړي او په نیکیو کې مشوره ورکړي، که څوک وويني چې مسلمان ورور یې په سختۍ کې دی، نو ورڅخه د خلاصي په موخه دې ورته سپارښتنه وکړي.
  4. له کوره تر جومات پورې لیرې والی د لمونځ د جماعت پرېښودو لپاره عذر نه دی، تر څو چې اذان اوري.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)