عَنْ عُمَرَ بْنِ الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ:
قَدِمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَبْيٌ، فَإِذَا امْرَأَةٌ مِنَ السَّبْيِ قَدْ تَحْلُبُ ثَدْيَهَا تَسْقِي، إِذَا وَجَدَتْ صَبِيًّا فِي السَّبْيِ أَخَذَتْهُ، فَأَلْصَقَتْهُ بِبَطْنِهَا وَأَرْضَعَتْهُ، فَقَالَ لَنَا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَتُرَوْنَ هَذِهِ طَارِحَةً وَلَدَهَا فِي النَّارِ؟» قُلْنَا: لاَ، وَهِيَ تَقْدِرُ عَلَى أَلَّا تَطْرَحَهُ، فَقَالَ: «لَلَّهُ أَرْحَمُ بِعِبَادِهِ مِنْ هَذِهِ بِوَلَدِهَا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5999]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

د عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
نبي صلی الله علیه وسلم ته بندیان راغلل، ګوري چې له بندیانو څخه د یوې مېرمنې سینې له شیدو ډکې دي، چې ناڅاپه یې په بندیانو کې یو کوچنی وموند، نو راپورته یې کړ، سینې ته یې واچاوه او شیدې یې ورکړې، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم مونږ ته وویل: 'آیا ګمان کوئ چې دا ښځه دې خپل ماشوم اور ته وغورځوي؟ مونږ وویل: نه، که چېرته د دې ځواک ولري چې اور ته یې ونه غورځوي، نو هغه وفرمایل: « الله پاک پر خپلو بندګانو تر دې ښځې ډیر مهربان دی، لکه څومره چې دا په خپل کوچني مهربانه ده».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 5999]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هوازن قبیلې څو اسیران راوستل شول، چې په دې کې یوه ښځه د خپل ماشوم په لټه کې وه، کله چې هغې خپل ماشوم وموند، هغه یې واخېست او شیدې یې ورکړې ترڅو سینه کې د شېدو ډیریدو له امله له درد څخه خلاصه شي، نو سینې ته یې جوښت کړ او شیدې یې ورکړې، نو نبي صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه وو ته وویل: آیا فکر کوئ چې دا ښځه دې ماشوم اور ته وغورځوي؟ مونږ وویل: "هغه به یې په خپله خوښه ونه غورځوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی پر خپلو مسلمانو بندګانو لدې ښځې - پر خپل کوچني - زیات مهربان دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. پر خپلو بندګانو د الله تعالی لوی رحمت او دا چې هغه ورته خېر او جنت او له اور څخه نجات غواړي.
  2. له پېښو څخه په لارښوونه او زده کړه کې ګټه اخېستل او له پېښو سره تړاو ورکول.
  3. مؤمن ته په کار دي چې په الله تعالی ښه گمان ولري او ناهیلی نه شي، له الله تعالی څخه وویریږي او پر دین یې استقامت غوره کړي، هغه پاک ذات د لوی رحمت خاوند دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي هسپانوي اندونیسیایي نور (34)
نور