+ -

عَنْ ‌أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. قَالَ: فَضَرَبَ فِي صَدْرِي، وَقَالَ: «وَاللهِ لِيَهْنِكَ الْعِلْمُ، أَبَا الْمُنْذِرِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 810]
المزيــد ...

له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. قَالَ: فَضَرَبَ فِي صَدْرِي، وَقَالَ: «وَاللهِ لِيَهْنِكَ الْعِلْمُ، أَبَا الْمُنْذِرِ». "اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 810]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له اُبی بن کعب رضي الله عنه څخه د الله په کتاب کې د تر ټولو لوی آیت په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه په ​​ځواب کې زړه نازړه شو، بیا یې وویل: آیت الکرسي دی {الله لا إله إلا هو الحي القيوم}: یعنې (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې تایید وکړ، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سینه کې وواهه، معنا یې دا وه چې سینه یې له علم او حکمت څخه ډکه ده، او دعا یې ورته وکړه چې پدې علم دې نېکمرغه شي او ورته دې آسان شي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ابی بن کعب رضي الله عنه لوی فضیلت.
  2. آیت الکرسي د الله تعالی په کتاب کې تر ټولو لوی آیت دی، نو باید حفظ شي، په معنا کې یې غور وشي او عمل پرې وشي.