عَنْ أَبِي أُمَامَةَ البَاهِلِيِّ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: ذُكِرَ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلاَنِ أَحَدُهُمَا عَابِدٌ وَالآخَرُ عَالِمٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«فَضْلُ العَالِمِ عَلَى العَابِدِ كَفَضْلِي عَلَى أَدْنَاكُمْ»، ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ وَأَهْلَ السَّمَوَاتِ وَالأَرَضِينَ حَتَّى النَّمْلَةَ فِي جُحْرِهَا وَحَتَّى الحُوتَ لَيُصَلُّونَ عَلَى مُعَلِّمِ النَّاسِ الخَيْرَ».
[حسن لغيره] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 2685]
المزيــد ...
د ابو امامه الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ ته دوه کسان یاد شول چې یو یې عابد او بل یې عالم و، نو رسول الله ﷺ وفرمایل:
«د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان" بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: "خامخا الله جل جلاله، ملایکې، د آسمانونو او ځمکو ټول خلک، حتی مېږی په ځاله کې او ماهي ټول د هغه ښوونکي لپاره د خېر دعا کوي چې خلکو ته خېر رسوي».
[حسن لغيره دی] - [الترمذي روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 2685]
رسول الله ﷺ ته د دوو کسانو یادونه وشوه چې یو یې عابد (عبادت کوونکی) او بل عالم دی چې کوم یې غوره دی؟
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په شرعي علومو پوه عالم چې په علم عمل کوي او نورو ته یې ښیي، پر هغه تن چې یوازې عبادت کوي او د علم په اړینو مسایلو پوه وي دومره فضیلت لري لکه څومره چې رسول الله ﷺ پر عادي صحابه کرامو درلود. بیا رسول الله ﷺ د دې سبب بیان کړ چې ولې د عالم مقام لوړ دی: ځکه چې الله تعالی، د الله تعالی هغه ملايکې چې عرش یې پر اوږو دی او د اسمانونو ټولې ملايکې، او د ځمکې ټول انسانان، پېریان او حیوانات—حتی مېږی په خپله ځاله کې او ماهیان په سمندر کې— ټول د هغه چا لپاره دعا کوي چې خلکو ته د دین علم ورزده کوي، ځکه په همدې علم کې د خلکو نجات او بریالیتوب دی.