عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنهُ سمعتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يقولُ:
«أَلاَ إِنَّ الدُّنْيَا مَلْعُونَةٌ، مَلْعُونٌ مَا فِيهَا، إِلاَّ ذِكْرُ اللهِ وَمَا وَالاَهُ وَعَالِمٌ أَوْ مُتَعَلِّمٌ».
[حسن] - [رواه الترمذي وابن ماجه] - [سنن الترمذي: 2322]
المزيــد ...
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې:
" خبر اوسئ چې دا دنیا او څه چې په کې دي لعنتي دي، پرته د الله تعالی له یاد (ذکر) او هغه څه څخه چې تړاو ورسره لري، او عالم یا زده کونکی".
[حسن] - [الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی] - [جامع الترمذي - 2322]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې دنیا او هر څه چې په کې دي د الله تعالی له خوا داسې یو څه ګڼل شوې چې کرکه ترې شوې، غندل شوې، پرېښودل شوې او لرې اېسته شوې ګڼل شوې ده، ټول هغه څه لرې پرېښودل شوي چې پکې دي او هېڅ ستاینه یې نه کېږي، پرته د الله تعالی له یاد او هغه څه څخه چې ورته دي او الله تعالی یې خوښ ګڼي، او په شرعي علم پوه چې نورو ته یې ورزده کوي او یا یې پخپله زده کوي.