عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«الدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَجَنَّةُ الْكَافِرِ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2956]
المزيــد ...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"دنیا د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دی".
[صحیح] - [مسلم روایت کړی] - [صحیح مسلم - 2956]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دنیا د مؤمن لپاره لکه د زندان په څېر ده، ځکه چې هغه په شرعي واجباتو پابند دی، په څه چې ورته امر شوی باید عمل پرې وکړي او له څه نه چې منعه شوی باید ویې نه کړي، نو کله چې مړ شي، له دې کړاوونو راحت مومي او هغه تلپاتې نعمتونو ته ځي چې الله تعالی ورته چمتو کړي دي، خو دنیا د کافر لپاره لکه جنت ده، ځکه هغه هر څه کوي چې زړه یې وغواړي او نفس یې ورته امر کوي، خو کله چې مړ شي، د قیامت په ورځ د تل پاتې هغه عذاب سره مخ کېږي چې الله تعالی ورته چمتو کړی دی.