عَنْ حُذَيْفَةَ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
كُنَّا إِذَا حَضَرْنَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ طَعَامًا لَمْ نَضَعْ أَيْدِيَنَا حَتَّى يَبْدَأَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَيَضَعَ يَدَهُ، وَإِنَّا حَضَرْنَا مَعَهُ مَرَّةً طَعَامًا، فَجَاءَتْ جَارِيَةٌ كَأَنَّهَا تُدْفَعُ، فَذَهَبَتْ لِتَضَعَ يَدَهَا فِي الطَّعَامِ، فَأَخَذَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِيَدِهَا، ثُمَّ جَاءَ أَعْرَابِيٌّ كَأَنَّمَا يُدْفَعُ فَأَخَذَ بِيَدِهِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ الشَّيْطَانَ يَسْتَحِلُّ الطَّعَامَ أَنْ لَا يُذْكَرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ، وَإِنَّهُ جَاءَ بِهَذِهِ الْجَارِيَةِ لِيَسْتَحِلَّ بِهَا فَأَخَذْتُ بِيَدِهَا، فَجَاءَ بِهَذَا الْأَعْرَابِيِّ لِيَسْتَحِلَّ بِهِ فَأَخَذْتُ بِيَدِهِ، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، إِنَّ يَدَهُ فِي يَدِي مَعَ يَدِهَا».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2017]
المزيــد ...
له حذيفة رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلي چې:
موږ به کله چې د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه، نو تر هغه به مو خوړو ته لاس نه نږدې کاوه تر څو به چې رسول الله ﷺ پیل نه و کړی، نو یوه ورځ مو ورسره په خوراک کې ګډون کاوه، نو ګورو چې یوه وینځه داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې چې خوړو ته لاس اوږد کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو. بیا یو بانډچي راغی هغه هم داسې و لکه څوک یې چې ټېل وهي، نو د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: « شیطان هغو خوړو ته لار مومي چې د الله نوم پرې وانه خېستل شي، هغه دا وینځه راوستله چې له امله یې خوړو ته لاسرسی ولري، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بانډچي راوست تر څو خوړو ته لاسرسی ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د دوی له لاسونو سره یو ځای دی.
[صحیح] - [مسلم روایت کړی] - [صحیح مسلم - 2017]
حذيفة بن اليمان رضی الله عنه یادونه کوي چې کله به دوی د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه نو خپل لاسونه به یې تر هغه خوړو ته نه اوږدول چې رسول الله ﷺ به پیل نه و کړی، نو یو ځل ورسره ناست وو، یوه وینځه په ډېرې بیړې داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې لاس په خوړو کې ښکته کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو. بیا یو بانډچي هم همداسې راغی، نو مخکې له دې چې خوړو ته لاس تېر کړي، د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: شیطان کولی شي هغه مهال خوړو ته لاسرسی ولري چې انسان د الله د نوم له یادولو پرته پیل وکړي. هغه دا وینځه راولیږله چې له هغې سره خوړل ځان ته روا کړي، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بدوي (بانډچي) راوست چې خوړو ته لار ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د هغې له لاس سره یو ځای و. بیا یې د الله نوم واخیست او خوراک یې وکړ.