عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى أَنْ يُسْتَنْجَى بِرَوْثٍ أَوْ عَظْمٍ، وَقَالَ: «إِنَّهُمَا لَا تُطَهِّرَانِ».

[صحيح] - [رواه الدارقطني] - [سنن الدارقطني: 152]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
نبي صلی الله علیه وسلم په خوشایې او هډوکي له استنجا کولو منع کړې ده او ویلي یې دي چې: «دا دواړه پاکوونکي نه دي».

[صحيح دی] - [الدار قطني روايت کړی دی] - [سنن الدار قطني - 152]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلی چې څوک د تشو او یا ډکو متیازو پسې ځان د څارویو پر هډوکي، خوشایي او یا یې په وچو فاضله موادو پاک کړي. دا نجاست نه لري کوي، او نه پرې سړی له نجاست څخه پاکېږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د حاجت رفع کولو او استنجاء ځیني آداب بیانول.
  2. په خوشایي سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې دا خو یا نجس دی او یا خو دا چې د جِنّیاتو د څارویو خواړه دي.
  3. په هډوکو سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې دا خو یا نجس دی او یا خو دا چې په خپله د جِنّیاتو خواړه دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)
نور