عَنْ بُسْرِ بْنِ سَعِيدٍ، أَنَّ زَيْدَ بْنَ خَالِدٍ الْجُهَنِيَّ رَضيَ اللهُ عنه، أَرْسَلَهُ إِلَى أَبِي جُهَيْمٍ رَضيَ اللهُ عنه، يَسْأَلُهُ مَاذَا سَمِعَ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْمَارِّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي؟ قَالَ أَبُو جُهَيْمٍ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ» قَالَ أَبُو النَّضْرِ: لَا أَدْرِي قَالَ: أَرْبَعِينَ يَوْمًا أَوْ شَهْرًا أَوْ سَنَةً؟
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 507]
المزيــد ...
له بسر بن سعید څخه روایت دی، چې زید بن خالد الجهني رضي الله عنه دی ابو جُهَيْمٍ رضي الله عنه ته ورولېږه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د لمونځ کوونکي مخې ته د تېرېدونکي په اړه پوښتنه وکړي؟ نو ابوجُهَيْمٍ وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي» أبو النضر ویلي: نه پوهېږم چې څلوېښت ورځې، میاشتې او که کلونه یې وویل؟
[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 507]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرض یا نفل لمونځ کوونکي مخې ته دتېرېدو په اړه سخت خبرداری ورکړی او دا چې که څوک قصداً د لمونځ کوونکي مخې ته تېر شي چې څومره ګناهګارېږي، نو غوره به یې ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې او یا کلونه) ودرېږي، دا به ورته د تېرېدو پر ځای غوره وای. ابو النضر د حدیث راوي ویلي: "نه پوهېږم چې آیا: څلوېښت ورځې، یا میاشتې، یا کلونه یې یاد کړل.