خَرَجْنَا فِي لَيْلَةٍ مَطِيرَةٍ وَظُلْمَةٍ شَدِيدَةٍ، نَطْلُبُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؛ يُصَلِّي لَنَا، قَالَ: فَأَدْرَكْتُهُ، فَقَالَ: «قُلْ»، فَلَمْ أَقُلْ شَيْئًا، ثُمَّ قَالَ: «قُلْ»، فَلَمْ أَقُلْ شَيْئًا، قَالَ: «قُلْ»، فَقُلْتُ: مَا أَقُولُ؟ قَالَ: «{قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} وَالْمُعَوِّذَتَيْنِ حِينَ تُمْسِي وَتُصْبِحُ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، تَكْفِيكَ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ».
[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي]
المزيــد ...
د عبد الله بن خبیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي چې:
په تیاره باراني شپه کې ووتلو، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ راکړي، وایي: پیدا مې کړ، نو یې فرمایل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وییل، بیا یې وویل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وېیل، بیا یې وفرمایل: «ووایه»، نو ما وویل: څه ووایم؟ ویې فرمایل ووایه: « {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} یعنې ووایه چې الله یو دی، او سبا او بیګا درې درې ځلې معوذتین وایه، نو له څه نه درته بسنه کوي».
صحيح - ترمذی روایت کړی دی
جلیل القدر صحابی عبد الله بن زبیر رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغوی په یوې تیاره او سختې باراني شپه کې د رسول الله صلی الله د پلټنې په موخه ووتل تر څو لمونځ ورکړ، نو هغه یې وموند، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:"ووایه" یعنې ولوله، نو هغه هیڅ ونه لوستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته خپله وینا بیا وکړه، نو د الله بنده وویل: څه ولولم ای د الله رسوله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الِاخلاص سورت{قل هو الله أحد} او معوذتین: {قل أعوذ برب الفلق} او {قل أعوذ برب الناس} سبا او بیګا مهال درې درې ځلې وایه، نو له هر شر او هرې بدۍ نه به دې ساتي.