عَن أُمِّ الدَّرْدَاءِ وَ أَبِي الدَّرداءِ رَضيَ اللهُ عنهما أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ:
«دَعْوَةُ الْمَرْءِ الْمُسْلِمِ لِأَخِيهِ بِظَهْرِ الْغَيْبِ مُسْتَجَابَةٌ، عِنْدَ رَأْسِهِ مَلَكٌ مُوَكَّلٌ كُلَّمَا دَعَا لِأَخِيهِ بِخَيْرٍ، قَالَ الْمَلَكُ الْمُوَكَّلُ بِهِ: آمِينَ وَلَكَ بِمِثْلٍ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2733]
المزيــد ...
له ام الدرداء او ابو الدرداء رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل:
خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلیږي، سر ته یې ګمارل شوي پرېښته وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته د خېر دعا غواړي، ګمارل شوې پرېښته وایي: آمین، او د همده په څېر دې ستا لپاره هم وي.
[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2733]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د یو مسلمان دعا خپل مسلمان ورور ته د هغه په غیابت کې ځکه قبلیږي چې ډیر مخلصه وي، او دا چې د دعا کوونکي سر ته یوه ګمارل شوې پرېښته وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته دعا کوي، پرې ګمارل شوې پرېښته وایي: آمین، او تا ته دې هم ستا د دعا مطابق درکړل شي.