عَنِ الْبَرَاءِ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
مَا رَأَيْتُ مِنْ ذِي لِمَّةٍ أَحْسَنَ فِي حُلَّةٍ حَمْرَاءَ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، شَعْرُهُ يَضْرِبُ مَنْكِبَيْهِ، بَعِيدَ مَا بَيْنَ الْمَنْكِبَيْنِ، لَيْسَ بِالطَّوِيلِ وَلَا بِالْقَصِيرِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2337]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له البراء رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر بل څڼرور انسان نه دی ليدلی چې په سره جوړه کې د الله جل جلاله له رسول ﷺ څخه ښايسته وي وېښتان یې په اوږو لګېدل، د دواړو اوږو ترمنځ واټن يې پراخ و، نه ډېر دنګ او نه ډېر ټيټ و.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 2337]

تشریح

البراء بن عازب رضی الله عنه وايي چې هېڅکله یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر څوک نه دی لیدلی چې د سرو لیکو په ازار او څادر کې د هغه په څېر ښایسته وي، د هغه له پېدایشي صفتونو څخه یو دا و چې د اوږو تر منځه واټن یې پراخ و، سینه یې هم پراخه وه او منځمهالې ونه یې درلوده چې؛ نه اوږد و او نه لنډ.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو ښکلو ځانګړتیاوو بیان، لکه ښکلي وېښتان، پراخه سینه، ښایسته قد او داسې نور.
  2. نبي صلی الله علیه وسلم سره د صحابه کرامو مینه او محبت، تر دې چې وروستیو خلکو ته یې د هغه اخلاقي ځانګړتیاوې او صفات بیان کړي دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (34)