عَنْ هِشَامِ بْنِ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ رَضيَ اللهُ عنهما أَنَّهُ مَرَّ عَلَى أُنَاسٍ مِنَ الْأَنْبَاطِ بِالشَّامِ، قَدْ أُقِيمُوا فِي الشَّمْسِ، فَقَالَ: مَا شَأْنُهُمْ؟ قَالُوا: حُبِسُوا فِي الْجِزْيَةِ، فَقَالَ هِشَامٌ: أَشْهَدُ لَسَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إِنَّ اللهَ يُعَذِّبُ الَّذِينَ يُعَذِّبُونَ النَّاسَ فِي الدُّنْيَا».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2613]
المزيــد ...

له هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه په شام کې د انباطو په ځینو خلکو تېرېده چې هغوی په لمر کې درول شوي و، نو ویې ویل: ولې پر دوی داسې کېږي؟ هغوی وویل: د جزیې نه ورکولو له امله بندیان شوي دي، نو هشام وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«بې‌شکه الله تعالی هغه کسانو ته عذاب ورکوي څوک چې په دنیا کې خلکو ته عذاب ورکوي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2613]

تشریح

هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما په شام کې د عجمو د بزګرانو پر یوه ټولي تېرېده چې هغوی په لمر کې درول شوي وو، نو هغه یې د حال په اړه پوښتنه وکړه؟ نو ورته وویل شو چې دا سزا د دې لپاره ورکول کېږي چې هغوی جزیه نه ده ورکړې، سره له دې چې د ورکړې توان یې لري. نو هشام رضي الله عنه وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: بې‌شکه الله هغه کسانو ته عذاب ورکوي چې په دنیا کې خلکو ته ناحقه په ظلم سره عذاب ورکوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. جزیه هغه مال دی چې پر بالغو او شتمنو اهل کتابو د اسلام په دیار کې د اوسېدولو او له هغوی څخه د ساتنې په مقابل کې اخیستل کېږي.
  2. په اسلام کې خلکو ته له کوم شرعي موجب پرته تعذیب ورکول حرام دي، که څه هم کافر وي.
  3. ظالمانو ته د ظلم کولو پر وړاندې خبرداری.
  4. په امر بالمعروف او نهی عن المنکر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو کلک پاتې کېدل.
  5. نووي وایې: دا د بې حقه عذاب ورکولو په اړه دی، نو پدې کې هغه عذابونه شامل نه دي چې د حق په توګه ورکول کېږي، لکه قصاص، حدونه، تعزیر او ورته نور.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)
نور