عنْ ابنِ مَسْعُودٍ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ:
كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَانْطَلَقَ لِحَاجَتِهِ، فَرَأَيْنَا حُمَّرَةً مَعَهَا فَرْخَانِ، فَأَخَذْنَا فَرْخَيْهَا، فَجَاءَتِ الْحُمَرَةُ فَجَعَلَتْ تَفْرِشُ، فَجَاءَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «مَنْ فَجَعَ هَذِهِ بِوَلَدِهَا؟ رُدُّوا وَلَدَهَا إِلَيْهَا»، وَرَأَى قَرْيَةَ نَمْلٍ قَدْ حَرَّقْنَاهَا، فَقَالَ: «مَنْ حَرَّقَ هَذِهِ؟» قُلْنَا: نَحْنُ. قَالَ: «إِنَّهُ لَا يَنْبَغِي أَنْ يُعَذِّبَ بِالنَّارِ إِلَّا رَبُّ النَّارِ».
[صحيح] - [رواه أبو داود] - [سنن أبي داود: 2675]
المزيــد ...
له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې و، هغه د حاجت رفع کولو لپاره ولاړ، نو موږ یوه مرغۍ ولیدله چې دوه بچیان یې درلودل، موږ یې بچیان را ونېول، نو مرغۍ راغله او ځان یې د خپلو بچیانو پر سر غورځاوه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او ویې ویل: "چا دغه مرغۍ د بچیانو په اخستلو سره زورولي ده ؟ خپل بچیان یې بیرته ورکړئ."
همدارنګه، هغه د میږیو ځاله ولیده چې موږ سوځولې وه، نو ویې فرمایل: "دا چا سوځولې ده؟" موږ وویل: "مونږ." هغه وفرمایل: «مناسب نه دي چې په اور دی خلک سوځول وکړي ځکه په اور عذاب ورکول یوازې د اور د مالک کار دی."
[صحيح دی] - [ابو داود روايت کړی دی] - [سنن ابو داود - 2675]
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي چې هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت رفع کولو لپاره لاړ، صحابه کرامو یې یوه مرغۍ ولېده چې دوه بچیان ورسره ول، نو دواړه یې ترې واخېستل، پدې وخت کې مرغۍ د فرياد په توګه خپل وزرونه غوړول راغوړل، ځکه چې بچیان یې ترې ورک شوي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې راغی ویې ویل: چا یې د بچیانو په اخېستلو خفه کړې او ویرولې ده؟ بیا یې حکم وکړ چې بچیان یې بیرته ورکړل شي. "بیا یې د مېږیانو یوه ځاله ولیده چې په اور سوځول شوې وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا چا سوځولی ده؟ ځینو صحابه وو یې وویل: موږ. هغوی ته یې وویل: هیچاته روا ندي چې ژوندي مخلوق ته په اور سره سزا ورکړي، پرته له الله څخه چې پیدا کوونکی یې دی.