عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضيَ اللهُ عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِذَا جَمَعَ اللهُ الْأَوَّلِينَ وَالْآخِرِينَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرْفَعُ لِكُلِّ غَادِرٍ لِوَاءٌ، فَقِيلَ: هَذِهِ غَدْرَةُ فُلَانِ بْنِ فُلَانٍ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1735]
المزيــد ...
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«کله چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ لومړني او وروستني خلک راټول کړي، نو د هر خائن او غدار لپاره به یو بیرغ پورته شي، نو وبه ویل شي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1735]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله الله تعالی د قیامت په ورځ لومړني او وروستي کسان د حساب کتاب لپاره راټول کړي، نو د هر هغه غدار لپاره به چې له الله تعالی یا خلکو سره یې کړې ژمنې نه وي پوره کړي، یوه نښه وټاکي چې له مخې یې خیانت په ډاګه کړي، او له مخې به یې غږ وشي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی، څو یې بد د محشر خلکو ته په ډاګه شي.