عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه قَالَ: بَلَغَ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ‌عَنْ ‌أَصْحَابِهِ ‌شَيْءٌ، فَخَطَبَ فَقَالَ:
«عُرِضَتْ عَلَيَّ الْجَنَّةُ وَالنَّارُ فَلَمْ أَرَ كَالْيَوْمِ فِي الْخَيْرِ وَالشَّرِّ، وَلَوْ تَعْلَمُونَ مَا أَعْلَمُ لَضَحِكْتُمْ قَلِيلًا وَلَبَكَيْتُمْ كَثِيرًا» قَالَ: فَمَا أَتَى عَلَى أَصْحَابِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَوْمٌ أَشَدُّ مِنْهُ، قَالَ: غَطَّوْا رُءُوسَهُمْ وَلَهُمْ خَنِينٌ، قَالَ: فَقَامَ عُمَرُ فَقَالَ: رَضِينَا بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ نَبِيًّا، قَالَ: فَقَامَ ذَاكَ الرَّجُلُ فَقَالَ: مَنْ أَبِي؟ قَالَ: «أَبُوكَ فُلَانٌ»، فَنَزَلَتْ: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ} [المائدة: 101].

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2359]
المزيــد ...

د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه د صحابه کرامو په اړه څه خبرې ور ورسېدې، نو خطبه یې وکړه او ویې ویل:
"ماته جنت او دوزخ راوښودل شول، او ما د ښه او بد په برخه کې لکه د نن ورځې په څېر هېڅکله داسې روښانه څه نه دي لیدلي، که تاسو په هغه څه پوهېدئ چې زه پرې پوهېږم، نو تاسو به لږ خندلي او ډېر به مو ژړلي وو" هغه وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ملګرو د دې په پرتله سخته ورځ نه وه راغلی وایي: "دوی خپل سرونه پټ کړل او ژړل یې وایي: "بیا عمر ودرېد او ویې ویل: 'موږ په الله تعالی د رب، په اسلام د دین او پر محمد صلی الله علیه وسلم د نبي په توګه راضي یو، وایي: نو هغه سړی ودرېد او ویې ویل: زما پلار څوک دی؟ هغه وویل: "ستاسو پلار فلانکی دی، بیا دا آیت نازل شو: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ} [المائدة: 101]. ژباړه: اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 2359]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو په اړه یو څه واورېدل، هغه دا چې دوی له هغه څخه ډېرې پوښتنې کولې، نو هغه ​​غوسه شو، وعظ یې وکړ او ویې فرمایل: ماته جنت او دوزخ راوښودل شول؛ نو هېڅکله مې دومره خېر نه و لیدلی لکه نن مې چې په جنت کې ولید، او نه مې دومره ډېر شر لیدلی و لکه نن مې چې په اور کې ولید، او که چېرته تاسو هغه څه لیدلی وای چې ما ولیدل، او په هغه څه پوهېدئ چې زه پرې په پوهېږم د هغه څه له مخې چې ما نن ولیدل او له نن ورځې مخکې مې لیدلي وو، نو ډېر به نرم او مهربان شوي وئ، خندا به مو لږه او ژړا به مو زیاته شوې وه. انس رضي الله عنه وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرو داسې سخته ورځ نه وه راغلې، نو دوی خپل سرونه پټ کړل او د زیاتې ژړا له امله یې زږېروي ختل، هغه ژړا چې له شدت له وجې له پوزې راوځي. نو عمر رضي الله عنه ودرید او ویې ویل: مونږ په الله تعالی د رب، په اسلام د دین او په محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر په توګه راضي یو. وایي: نو هغه سړی ودرېد او ویې ویل چې: زما پلار څوک دی؟
هغه وویل: «پلار دې فلانی دی» نو دا آیت نازل شو: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ} (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي). [المائدة: 101].

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی د عذاب له وېرې ژړا کول مستحب دي، او دا چې لږه خندا وشي؛ ځکه چې ډېره خندا د انسان په بې پروایۍ او د هغه د زړه د سختوالي نښه ده.
  2. د صحابه کرامو، رضي الله عنهم، د خطبې او د الله تعالی د عذاب له سختې وېرې څخه متاثره کېدل.
  3. د ژړا پر مهال د مخ د پټولو مستحبوالی.
  4. خطابي ویلي: دا حدیث د هغه چا په اړه دی چې د تکلف یا ضد له مخې د هغه څه په اړه پوښتنه کوي چې اړتیا ورته نلري، مګر هغه څوک چې د اړتیا له مخې پوښتنه کوي چې کومه ستونزه ورته پېښ شوې وي او هغه یې په اړه پوښتنه کوي، نو په هغه باندې هېڅ ګناه یا ملامتي نشته.
  5. د الله تعالی په اطاعت خلک استقامت ته رابلل، او د هغه له نافرمانۍ څخه لرې اوسېدل، او د الله تعالی له حدودو څخه نه تېرېدل.
  6. په حدیث کې د وعظ او ښوونې پر مهال د غصه کېدو پر جواز دلیل دی.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية البنجابية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور