«مُعَقِّبَاتٌ لَا يَخِيبُ قَائِلُهُنَّ -أَوْ فَاعِلُهُنَّ- دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ، ثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ تَسْبِيحَةً، وَثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ تَحْمِيدَةً، وَأَرْبَعٌ وَثَلَاثُونَ تَكْبِيرَةً».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له کعب بن عجره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مُعَقِّبَاتٌ لَا يَخِيبُ قَائِلُهُنَّ -أَوْ فَاعِلُهُنَّ- دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ، ثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ تَسْبِيحَةً، وَثَلَاثٌ وَثَلَاثُونَ تَحْمِيدَةً، وَأَرْبَعٌ وَثَلَاثُونَ تَكْبِيرَةً».
"د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر» وییل.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو دعاګانو په اړه خبر ورکوي چې ویونکی به یې نه تاواني شي او نه به پښېمانه شي، بلکې د دې کلمو اجر ورته شته. او ځینې یې د ځینو نورو پسې د فرض لمانځه پسې وېیل کیږي:
۳۳ ځلې «سُبْحَانَ اللهِ» یعني الله تعالی له ټولو نیمګړتیاوو پاک دی.
او "الحمد لله" درې دېرش ځلې، چې دا له پوره محبت، عظمت او بشپړ کمال سره د الله تعالی یادول دي.
او څلور دېرش ځلې "الله اکبر" نو الله جل جلاله لوی، عظیم او له هر شي نه زیات د عزت خاوند ذات دی.