عَنِ الزُّبَيْرِ بْنِ العَوَّامِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ، فَيَأْتِيَ بِحُزْمَةِ الحَطَبِ عَلَى ظَهْرِهِ، فَيَبِيعَهَا، فَيَكُفَّ اللَّهُ بِهَا وَجْهَهُ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ النَّاسَ أَعْطَوْهُ أَوْ مَنَعُوهُ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 1471]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له زبیر بن العوام رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګېډۍ راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي، او پدې سره یې الله تعالی د هغه مخ (له عذاب) څخه وژغوري، دا ورته لدې ډېره غوره ده چې له یو چا څخه سوال وکړي، چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي».

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 1471]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې یو کس باید خامخا یو کار وکړي، آن تر دې چې یوه رسۍ واخلي، په شا لرګي راټول کړي، بیا یې خرڅ کړي او له همدې لاري وخوري او یې خیرات کړي او د خلکو له ورکړي پرې ځان بسیا شي او د سوال کولو له سپکاوي خپل مخ وژغوري؛ دا به ورته لدې غوره وي چې له خلکو سوال وکړي؛ چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي، ځکه له خلکو سوال کولو کې ذلت دی، حال دا چې مومن الله تعالی عزتمن پېدا کړی نه سپک او ذلیل.

د حديث له ګټو څخه

  1. له خلکو څخه له سوال کولو پر ډډې کولو ټینګار او دا چې ځان ترې وساتل شي.
  2. د روزۍ ګټلو لپاره کار کولو ته هڅوونه، اګر که انسان یوه ساده او لږ ارزښت لرونکې حرفه هم ترسره کړي چې د خلکو په نظر کې کوچنۍ وي.
  3. اسلام د سوال کولو او بې‌کارۍ پر ضد دی؛ له همدې امله یې کار او هڅه کول اړین ګرځولي، اګر که کار کول سخت هم وي لکه لرګي راټولول.
  4. که څوک د کار کولو او رزق ګټلو وړتیا ولري نو سوال کول ورته روا نه دي.
  5. له پاچا څخه د اړتیا په صورت کې سوال کول روا دي، الله تعالی فرمایلي: {وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ ‌لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوْا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنْفِقُونَ} [التوبة: 92]. یعنې: او نشته (ګناه له غزا نه په وروسته پاتی کېدو کې) په هغو کسانو چې کله دوی تاته راغلل چې سپرلۍ ورته برابرې کړې، نو تا ورته وویل چې نه مومم زه (هم اوس) هغه شی چې تاسو پرې سپاره کړم، نو بېرته وګرځېدل دوی په داسې حال چې له سترګو یې اوښکې بهېدې، د هغه خفګان له امله چې دوی څه نه درلودل چې (په جهاد) کې یې ولګوي.
  6. که څوک اړ شي چې سوال وکړي او د کار کولو یا د لرګیو راټولولو توان نلري، نو سوال کول ورته روا دي، پدې شرط چې نه به چاته سوګند ورکوي او نه به ډېر شله کېږي، الله تعالی فرمایلي: {لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ ‌إِلْحَافًا} [البقرة: 273].یعنې: دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي.
  7. نووي وویل: په دې کې صدقې کولو ته هڅوونه ده، د خپل لاس له کاره خوړل، او د حلالو لارو ګټل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)
نور