عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ اللهَ إِذَا أَحَبَّ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ فَقَالَ: إِنِّي أُحِبُّ فُلَانًا فَأَحِبَّهُ، قَالَ: فَيُحِبُّهُ جِبْرِيلُ، ثُمَّ يُنَادِي فِي السَّمَاءِ فَيَقُولُ: إِنَّ اللهَ يُحِبُّ فُلَانًا فَأَحِبُّوهُ، فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ، قَالَ ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ الْقَبُولُ فِي الْأَرْضِ، وَإِذَا أَبْغَضَ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ فَيَقُولُ: إِنِّي أُبْغِضُ فُلَانًا فَأَبْغِضْهُ، قَالَ فَيُبْغِضُهُ جِبْرِيلُ، ثُمَّ يُنَادِي فِي أَهْلِ السَّمَاءِ إِنَّ اللهَ يُبْغِضُ فُلَانًا فَأَبْغِضُوهُ، قَالَ: فَيُبْغِضُونَهُ، ثُمَّ تُوضَعُ لَهُ الْبَغْضَاءُ فِي الْأَرْضِ».
[صحيح] - [صحيح مسلم] - [صحيح مسلم: 2637]
المزيــد ...
له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«کله چې الله تعالی له یوه بنده سره مینه وکړي، نو جبرائیل راوغواړي او وفرمایي: زه د فلاني سره مینه لرم، نو ته هم ورسره مینه وکړه، وایي: نو جبرائیل هم ورسره مینه وکړي بیا په آسمان کې غږ وکړي او وایې چې: الله تعالی له فلاني سره مینه لري، نو تاسې هم ورسره مینه وکړئ، نو د آسمان خلک هم ورسره مینه وکړي، او وروسته ورته د ځمکې په خلکو کې هم محبوبیت پېدا شي، او کله چې یو بنده بد وګني، جبرائیل را وبولي او وفرمایي: زه فلانی بد ګڼم ، نو ته یې هم بد وګڼه، نو جبرائیل یې بد وګڼي، بیا د آسمان په خلکو کې غږ وکړي چې: الله تعالی فلانی بد ګڼي، نو تاسې یې هم بد وګڼئ، نو د آسمان خلک يې هم بد وګڼي، او د ځمکې په خلکو کې به هم ورته کرکه پېدا شي».
[صحيح دی] - [صحيح مسلم] - [صحيح مسلم - 2637]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې کله الله تعالی یو مؤمن بنده خوښ کړي؛ هغه چې د هغه د امرونو تابع وي او له نواهیو څخه یې ډډه کوي، نو جبرائیل ته اواز وکړي چې: الله تعالی له فلاني سره مینه لري، نو ته ورسره هم مینه وکړه. نو د ملايکو سردار؛ جبرائیل علیه السلام یې خوښ کړي او محبت یې ورسره پیدا شي، بیا جبرائیل د اسمان په ملايکو کې غږ وکړي چې: ستاسو رب له فلاني سره مینه لري، نو تاسې هم له هغه سره مینه وکړئ، نو د آسمان خلک به یې خوښ کړي، او بیا ورته د مؤمنانو په زړونو کې په محبت کولو، هغه ته لیواله کېدلو او ورڅخه په راضي کېدلو سره مینه پیدا شي. او که الله تعالی له یوه بنده نه کرکه وکړي، نو جبرائیل به را وغواړي (ورته به ووایې چې): زه له فلاني څخه کرکه کوم، نو ته هم ترې کرکه وکړه، نو جبرائیل به یې هم بد وګڼي، بیا جبرائیل د آسمان په خلکو غږ وکړي چې: ستاسو رب له فلاني څخه کرکه کوي، نو تاسې هم ترې کرکه وکړئ، نو د آسمان خلک هم له هغه نه کرکه وکړي، او وروسته د مؤمنانو په زړونو کې د هغه لپاره کرکه او بد ګڼنه پېدا شي.