عَنْ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَعْطَانِي، ثُمَّ سَأَلْتُهُ فَأَعْطَانِي، ثُمَّ قَالَ لِي: «يَا حَكِيمُ، إِنَّ هَذَا المَالَ خَضِرٌ حُلْوٌ، فَمَنْ أَخَذَهُ بِسَخَاوَةِ نَفْسٍ، بُورِكَ لَهُ فِيهِ، وَمَنْ أَخَذَهُ بِإِشْرَافِ نَفْسٍ لَمْ يُبَارَكْ لَهُ فِيهِ، وَكَانَ كَالَّذِي يَأْكُلُ وَلاَ يَشْبَعُ، وَاليَدُ العُلْيَا خَيْرٌ مِنَ اليَدِ السُّفْلَى»، قَالَ حَكِيمٌ: فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَالَّذِي بَعَثَكَ بِالحَقِّ لاَ أَرْزَأُ أَحَدًا بَعْدَكَ شَيْئًا حَتَّى أُفَارِقَ الدُّنْيَا، فَكَانَ أَبُو بَكْرٍ يَدْعُو حَكِيمًا لِيُعْطِيَهُ العَطَاءَ، فَيَأْبَى أَنْ يَقْبَلَ مِنْهُ شَيْئًا، ثُمَّ إِنَّ عُمَرَ دَعَاهُ لِيُعْطِيَهُ، فَيَأْبَى أَنْ يَقْبَلَهُ، فَقَالَ: يَا مَعْشَرَ المُسْلِمِينَ، إِنِّي أَعْرِضُ عَلَيْهِ حَقَّهُ الَّذِي قَسَمَ اللَّهُ لَهُ مِنْ هَذَا الفَيْءِ، فَيَأْبَى أَنْ يَأْخُذَهُ. فَلَمْ يَرْزَأْ حَكِيمٌ أَحَدًا مِنَ النَّاسِ بَعْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَتَّى تُوُفِّيَ رَحِمَهُ اللَّهُ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 2750]
المزيــد ...
د حکيم بن حزام رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې:
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه، هغه ماته (یو څه) راکړل، بیا مې غوښتنه وکړه، بیا یې راکړل، بیا یې راته وفرمایل: «اې حکيم! دا مال شین او خوږ دی، څوک چې د نفس د سخاوت له مخې واخېست برکت به ورته پکې واچول شي، او څوک چې دا په حرص سره واخلي برکت به ورته پکې وانه چول شي، او د هغه چا په څېر به وي خوري او نه مړیږي، او د پورته لاس خاوند (ورکوونکی) د ټیټ لاس له خاوند (غوښتونکي) څخه غوره دی» حکيم وویل: ما وویل: «اې د الله رسوله! قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالیږلی یې، ستا څخه وروسته به له هیچا څه شی ونه غواړم، تر څو چې له دې دنیا لاړ شم (وفات شم)» نو همغه و چې ابو بکر رضي الله عنه به حکيم ته د صدقې ورکولو هڅه کوله، خو حکيم نه منله، بیا عمر رضي الله عنه ورته وړاندیز وکړ، له هغه یې هم ونه منله، بیا هغه ټولو مسلمانانو ته وفرمایل: «زه ورته د هغه د حق مال وړاندیز کوم چې الله تعالی ورته په غنیمت مال کې ټاکلی دی، خو هغه یې نه اخلي» نو حکيم له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وروسته له هېچا څه ونه غوښتل تر څو چې الله تعالی وفات وکړ، الله دې پرې ورحمیږي.
[صحیح] - [متفق علیه دی] - [صحیح بخاري - 2750]
حکيم بن حزام رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د یو څه مال او متاع غوښتنه وکړه، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته ورکړ، بیا یې غوښتنه وکړه، بیا ورکړه، بیا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې حکيم! دا مال خوښ او مطلوب دی، څوک یې چې له سوال کولو پرته ورکړل شو او له زارۍ پرته یې په مړه خوا واخېست، برکت به ورته پکې واچول شي او چا چې د حرص او تمې له مخې واخېست برکت به ورته پکې ونه چول شي او د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړیږي، او پورته لاس چې ورکړه کوي د الله تعالی په نزد له ښکته لاس (سوال کوونکي) څخه غوره دی، حکيم وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالیږلی یې، ستا څخه وروسته به له هیچا د مال غوښتنه ونه کړم تر څو چې له دنیا څخه لاړ شم. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه ابو بکر رضي الله عنه به حکيم ته مرسته ورکوله، خو هغه به یې له اخېستلو انکار کاوه، بیا امیر المؤمنین؛ عمر رضي الله عنه هم ورته وړاندیز وکړ چې یو څه ورکړي، خو هغه یې له اخېستلو انکار وکړ، عمر -رضي الله عنه- وويل: ای د مسلمانانو ټولیه! زه هغه ته هغه برخه ورکوم چې الله ورته د غنيمت (فیء) له مال څخه ټاکلې ده، (هغه مال)چې مسلمانانو له کافرانو پرته له جګړې او جهاد څخه ترلاسه کیږي، خو هغه یې له اخېستلو انکار کوي، نو حکیم د مرګ تر ورځې پورې له هیچا څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته د څه شي غوښتنه ونه کړه.