عَنِ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنين رَضيَ اللهُ عنها زَوْجَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
أَنَّ الْحَوْلَاءَ بِنْتَ تُوَيْتِ بْنِ حَبِيبِ بْنِ أَسَدِ بْنِ عَبْدِ الْعُزَّى مَرَّتْ بِهَا وَعِنْدَهَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقُلْتُ: هَذِهِ الْحَوْلَاءُ بِنْتُ تُوَيْتٍ، وَزَعَمُوا أَنَّهَا لَا تَنَامُ اللَّيْلَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا تَنَامُ اللَّيْلَ! خُذُوا مِنَ الْعَمَلِ مَا تُطِيقُونَ، فَوَاللهِ لَا يَسْأَمُ اللهُ حَتَّى تَسْأَمُوا».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 785]
المزيــد ...
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن؛ أم المؤمنین عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه ولم زما سره و چې حولاء بِنْت تُوَيْتِ بْنِ حَبِيبِ بْنِ أَسَدِ بْنِ عَبْدِ الْعُزَّى زموږ په خوا کې تیره شوه ما وویل: چې دا حولاء بنت تویت ده، خلک وایي چې دا د شپې نه ویده کیږی(عبادت کوي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: د شپې نه ویده کیږي! دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کیږي تر څو چې تاسو (په عمل کولو ستړي نه شئ».
[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 785]
کله چې حولاء بنت تویت رضی الله عنها د ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها سره وه، نو هغه مهال ترې لاړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې کور ته راننوت. نو عائشې ورته وویل: دا ښځه د شپې مهال خوب نه کوي، بلکې شپه په لمانځه سره رڼا کوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا عمل ښه ونه ګاڼه چې پرځان سختي کوي. د شپې خوب نه کوي! په هغو نېکو عملونو دوامدار بوخت شئ چې توان یې لرئ، ځکه قسم په الله چې، الله هېڅکله خپلو نېکو، پیروي کوونکو بندګانو ته ثواب او بدلې ورکولو نه ستړی کیږي، تر څو چې هغوی ستړي شي او عمل کول پریږدي.